<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-11 18:38:44    
د هندی بحر د زلزلی او سمندری څپو په مصيبت کښی زيات شمير ماشومان مړه شول

cri

 

 

 

 

ګرانو اوريدونکو ، د ٢٠٠٥ م نوی کال په پيل کښی د هندی بحر د زلزلی او سمندری څپو په اثر د خلکو سرو مال ته ستر تاوانوته رسيدلی دی ٠ خصوصاٌ زيات ماشومان په دی پيښه کښی مړه شول ٠

د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستيال انګلاند څو ورځی مخکښی وويل چه په دی پيښه کښی د مړه شويو کسانو يو پر دريمه برخه ماشومان دی ٠ او امکان شته چه تناسب به يی ٥٠ فيصدۍ ته زيات شي ٠

په ختيځه او جنوب ختيځه اسيا کښی د ماشومانو شمير لږ تر لږه د ټولو خلکو نيمه برخه نيسی ٠ او زيات شمير ماشومان د غربت له امله هميشه له خپلو پلرونو او ميندوسره د کب نيولو دپاره بحر ته ځی ٠ دتلفاتو د رامنځ ته کيدو نه مخکښی په سريلانکه کښی ماشومانو دا خبر واوريد چه له بحر نه به سختی او عجيبی سمندری څپی رامنځ ته شی نو زرګونه زرګونه تنه ماشومان له پلرونو او ميندو سره يو ځای ددی باشوکته منظرو دليدنی کتنی دپاره د بحر غاړی ته لاړل ٠ د سترو سمندری څپو په اثر زيات کبان بحری غاړی ته پورته شول او ماشومانو سمدلاسه په خوشحالۍ سره د کب نيولو دپاره منډی وهلی ٠ خو سمندری څپو چه ٦ متره لوړوالی درلود ماشومان يی بيرته بحر ته يووړل ٠ ددی مصيبت نه وروسته د وبايی ناروغۍ ، لوږی او امنيتی تهديد په باب يو لړ ستونزی او مسئلی رامنځ ته شوی ٠ ددغو ستونزو په وړاندی د ماشومانو حالت لا سخت او مشکل ښکاری ٠ د ملګرو ملتو په اړه د ماشومانو د صندوق نطاق يرفريد اينسيد وويل چه په دی سمندری پيښه کښی زيات شمير

ماشومان مړه شول ٠ که څه هم بينالمللی ټولنی بشری مرستی برابری کړی دی خو نور يو شمير ماشومان به د لوږی او ناروغی له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی ٠

د ملګرو ملتو د ماشومانو د صندوق اداری مشر دا څرګنده کړه چه ددی زلزلی او سمندری څپو درجی قوی او زياتو هيوادونو ته يی سخت تاوانونه ورسول چه پيمانه يی په تاريخ کښی بی ساری ښکاری ٠ نو بينالمللی ټولنه بايد د ماشومانو حالاتو ته لا زياته توجه وکړی ٠