<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-11 18:53:03    
د چين خوندور خوراک ميوي او سبزي سلاد

cri

د سلاد په نامه خوراک اصلأ له لويديځو هيوادونو نه چين ته داخل شوي دي ٠ په چين کې دغه ډول خوراک ته لا پراختيا ورکړه شوې ده ٠ ځکه په چين کې د سبزيو او ميوو ډولونه او قسمونه ډير زياتې دي ٠ ويل کيږي چه سلاد د بيلا بيلو هيوادو د خلکو د خوښي وړ خوراک ګڼل کيږي ٠ د ميوي او سبزي سلاد جوړونه اسانه ده ،غذايي قوت يي زيات او خوند يي هم ډير زيات دي ٠ دا سلاد د ميوو او سبزيجاتو ګډ ترکيب دي چه د سترخوان له پاسه به د ميلمنو له پاره ډير په زړه پوري رنګ او خوند ولري ٠ د دغه خوراک د جوړولو له پاره دغو موادو ته ضرورت دي ، البتأ اندازه يي د کسانو له شمير سره سم زياتيدلي او کميدلي شي لومړي٠ انناس ، هندوانه ، نارنج يا مالټه ،ګازري، بادرنګ، رومي بانجناو، شين مرچ تيار کړۍ٠ ورپسي دغه هر يو په کوچينيوټوټو وويشي چه د هري برخې اندازه يي د انچ څلورمه برخه وي ٠ د سلاد د برارولو له پاره د پيالۍ څلورمه برخه بوره او د پيالي اتمه برخه سرکه هم په کار ده چه سلاد ور باندې تريو او خوږ خوند پيدا کړۍ٠دغه ټول مواد له يو بل سره ګډ کړۍ، وروسته د ميوو او سبزيجاتو دغه ترکيبۍ سلاد د دوو ساعتو له پاره په يخچال کې وساتۍ٠ په دي ډول به يو ښکلي زيړ، سور ، نارنجي ، شين او سپين رنګه ترکيبۍ سلاد برابر کړۍ چه هم به زيات خوندور مغذي او اشتها راوړنکې وي او هم به د ډوډۍ د ميز يا د تسترخوان د پاسه ځانله مقام ولري ٠ که چيري له دغو ترکيبۍ اجزاو څخه کوم يو د فصل د تيريدو په وجه په لاس درنشي کولي شي چه د هغه په ځاي بل ډول سبزي يا ميوه په سلاد کې ور زياته کړۍ٠