<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-12 18:41:10    
د ستونزو د ليري کولو له پاره لاس يو کړي __د سريلانکې د لوي سفير سره د مرکې لنډيز

cri

سريلانکې په هندي سمندر کې يو ډير ښکلي جزيره اي هيواد دي او د هندي سمندري زلزلي او څپو د تازه افتونو له سختو مصيبتونو ځپلو هيوادونو څخه دي ٠ په دي وروستيو وختونو کې د سي ار اي راډيو خبريال په بيجينګ کې د سريلانکې له لوي سفير ښاغلي رودريګو سره مرکه وکړه ، د مرکې په بهير کې ښاغلي رودريګو لومړي په ژورو احساساتو سره وويل چه د چين صدراعظم ون جيا باو لږه موده د مخه په چين کې د نوموړي افت د مصيبتو ځپلو هيوادو له لوي سفيرانو سره وکتل ٠ د کتنې په وخت کې ما صدراعظم ون جيا باو ته وويل چه مخکې دوه چيني شاګردان زمونږ سفارت ته راغلي او ډير جب خرڅ يي راوړل چه عمومي شمير يي څلور سوه ژن مين بي يوانو ته رسيدلي دي ٠ دوي دغې پيسې د بسپنې په توګه زمونږ سفار ت وړاندې کړې دي ٠ که څه هم پيسې دومره زيات نه دي ، مګر ريښتياني ارزښت يي له يو مليون امريکايي ډالرو نه هم زيات دي ٠ ښاغلي بندرا د سريلانکې د لوي سفارت دوهم درجه سکرتر دي هغه خبريال ته وويل چه د چينايانو زړه ټول له مينې نه ډک دي ٠ په تيره بيا چيني ماشومان همدغسي دي ٠ هغه وويل چه په دي وروستيو ورځو کې ډير چينايان د پيسو او جامې او نورو شيانو په وړلو سره زمونږ لوي سفارت ته راغلي او خپلې پاملرنې يي څرګندې کړي دي ٠

خبريال د مرکې په ترڅ کې دا معلومات هم تر لاسه کړي دي چه د چين طبي ګروپ لږه موده د مخه د سريلانکي د افت سختو مصيبت ځپلو سيمو ته ورليږل شوي دي ٠ دغه راز په نوموړو سيموکې ډيرو هغو چينايانو چه د زده کولو او کار له پاره پکې پاتي دي ، هم په داوطليانه توګه د نجات ورکولو په کار کې برخه اخيستي او د محلي ولسونو د ټاټوبي د بيا ودانولو له پاره خپلې مرستې يي برابرې کړي او کوي يي ٠ د چين د حکومت او شخصيتونو نه پرته د چين ډيرو شرکتونو هم سريلانکي ته مرستې برابرې کړي دي ٠ مثلأ يو شرکت يو وار سريلانکې ته يو مليون ژن مين بي يوانه برابري کړي ، دغه راز د چين يو مخابراتي شرکت هم فيصله وکړه چه په وړيا ډول د سريلانکي د برخه ايز مخابراتي شبکې د ابادولو مرستې برابرې کړي ٠ د ابتدايي احصايي له مخې پرته د چين د حکومت د مرستو نه په چين کې د سريلانکي لوي سفارت د اتو لکو امريکايي ډالرو هغه بسپنه ترلاسه کړي دي چه د چين د ټولې له خوا برابرې شوي دي ٠ لوي سفير رودريګو په صادقانه توګه خبريال ته وويل چه دغي پيسې د افت نه وروسته د سريلانکي د بيا رغوني له پاره ډير ارزښناک شتمني دي ٠ هغه وويل چه د چين له حکومت څخه ډيره مننه کوو چه مونږ ته دومره زيات بي الايشه مرستې برابرې کړي دي ٠ د افت نه وروسته د هيواد بيا ودانول زمونږ اوسني مهم دنده ده ٠ مونږ هيله لرو چه نوموړي مرستې په واقعي کارونو کې ولګول شي څو چه دغې پيسې د هيواد د بيا ابادولو په چارو کې موثر رول ولوبوي ٠ مونږ به نور نو کوشش وکړو څو چه د ماهيګيري او توريزم چارې چه د افت له امله سخت وران شوي ، بيا راژوندي شي ٠ مونږ هيله لرو چه د چين حکومت په مدوامه توګه له مونږ څخه ملاتړ وکړي او زمونږ ترمنځ همکاري نور ه هم پياوړي شي ٠ د جنوري په شپږمه نيټه د چين صدراعظم ونن جيا باو د زلزلې او سمندري څپو نه وروسته د اړوندو موضوعاتو په باب د جنوب ختيځې اسبأ د اتحاديي د سرمشريزې غونډې په خاصه غونډه کې اعلان وکړ چه د چين حکومت فيصله وکړه چه د سريلانکي هغه ټول پورونه چه چين ته د ادأ کولو وخت يي پوره شو ، ټول معاف شي ٠