<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-12 18:57:01    
دچين د تبت دښځينه غره ختونکی ټيم مشره ده او ګوی سان نوميږی .

cri

هغه ورزشکاران په تيره بيا ښځينه ورزشکارانی چه د زمکی د څوکۍ په حيث دجومالاما څوکی ته ورسيدی ، طبيعا دخلکو د ډير احترام وړدی .دغره ختونکی ټيم دمشری په حيث ميرمن ګوی سان د ١٩٩٠ کال راهيسی دوه واره د جومالاما څوکی او يو ځل د شيشاباما څوکۍ ته په بريالی توګه وختله چه داتو زرو مترو په جکوالی غره ته دښځو دختلو په تاريخ کښی يی نوی ريکارد ټينګ کړ . ميرمن ګوی سان دغره ختونکی ورزش د يادونی په وخت کښی وويل چه پخوا دتبت په نظامی ناحيه کښی يو ه تسکره چه وم او په ١٩٧٥ کال کښی په يوه اتفاقی موقع کښی دغره ختونکی ټيم له خوا ومنله شومه ، په هغه وخت کښی عمر می له شلو کالو نه هم کم و او دغره ختونکی ورزش په باب می هيڅ معلومات نه درلودل .نورو ملګرو ما ته وويل چه غره ختونکی ورزش ډير خطرناکه لوبه ده او غره ته دختلو په جريان کښی د ډيری يخنۍ له امله لاس يا پښه ټپی شی ، حتی ژوند هم له لاسه ورکړی شی .خو په دی وجه چه دغره ختونکی ټيم تربيت په مرکز بيجينګ کښی اجرا کيږی ،نو ګوی سان په غره ختونکی ټيم کښی درسمی شرکت فيصله وکړه او ورپسی د نورو اتلسو تنو ورزشکارانو سره يو ځای دتربيت دپاره مرکز بيجينګ ته ورسيد .ميرمن ګوی سان وويل چه دتربيت له لاری می د غره ختونکی ورزش په باب زيات معلومات لاس ته راوړل او ټينګ عزم می درلود چه ديوی رسمی غره ختونکی لوبغاری په حيث بايد زيات کوشش وکړم څو چه دنړۍ لومړۍ جکی څوکی جومالاما ته وخيژم .ګوی

سان په ١٩٩٠ او ١٩٩٩ کال کښی دوه واره دنړۍ لومړۍ جکی څوکی ته وختله .کله چه په ١٩٩٠ کال کښی دلومړۍ ځل دپاره د نړۍ لومړی جکی څوکی ته دنورو شپږو تنو نارينه وو سره يو ځای وختله ، څلور ديرش کلنه او د يوی لور مور وه . ددی لوړی څوکی ته دختلو د خاطراتو د يادونی په وخت کښی ګوی سان داسی وويل چه په لومړۍ وخت کښی ما له ختونکی ورزش سره زياته مينه نه درلوده او يوازی د دولتی وظيفی د تر سره کولو دپاره په دی ورزش کښی شامله شومه .خو فکر می وکړ چه د يوه ښځينه غره ختونکی په توګه بايد خپل عظيم هدف چه د نړی لومړۍ لوړی څوکی ته وختل شی ، سرته ورسوم . البته کله چه د لومړی ځل دپاره می د جومالاما څوکۍ ته ورسيدمه ، ډير خوشحاله ومه ،مګر د افسيوس وړ خبره دا ده چه په نورو زياتو غرونو باندی نه يم ،تسخير کړی . ميرمن ګوی سان يوه نيکمرغه ښځه ده او ميړه يی د تبت دغره ختلو په ټولنه کښی يوکارکوونکی دی او دوی لوڼی يی په ښوونځی کښی درس لولی .دوی ددی کار ډير ملاتړ کوی . ګوی سان خبريال ته وويل چه غره ختونکی ورزش ته د مخه کولو نه وروسته يی له برياليتوبونو څخه خوښۍ تر لاسه کړی او د ناکامۍ سره هم مخامخه شوی وه . ټولو ته معلومه ده چه تبتی ښځه پن دو د چين لومړی غره ختونکی وه چه دجومالاما څوکۍ ته د نورو اتو تنو ملګروسره يو ځای په بريالی توګه ورسيده،خو په هغه غره ختونکی فعاليت کښی ګوی سان هم شامله شوه ،مګر يوه غير مرقبه پيښه وشوه چه داتو زرو شپږو سوو مترو جګوالی ته د رسيدو نه وروسته په کمپ کښی د ګوی سان پښه د جوش اوبو له خوا ټپی شوه او مجبورا جومالاما څوکی ته د ختلو له فعليت څخه بی برخه شوه . د تحسين وړ خبره دا وه چه د پښی د زخم د جوړيدو نه وروسته ګوی سان لا هم په ګران

تربيت کښی په پوره قوت سره ګډون کړی او بالاخره يی ښه موفقيتونه ترلاسه کړی دی . په ٢٠٠٢ کال کښی دچين اوجاپان دوولسو تنو ښځينه وو غره ختونکو ورزشکارانو داتو زرو دوو سوو يو مترو په جګوالی د جو او يو څوکی ته دختلو فعاليت پر ځای شو او شپږو تنو چينی او پنځو تنو جاپانی ښځو غره ختونکو ورزشکارانو په جواويو څوکی باندی تسخير وکړ او ګوی سان د چينی ټيم دمشری په حيث ددی غره ختونکی فعاليت دکاميابيدو دپاره قاطع رول لوبولی دی .دتبت مرکز لاسا ښار ته دغره ختونکی ټيم دستنيدونه وروسته ګوی سان خبريالانو ته وويل چه دا لومړی ځل و چه د تيم دمشری په توګه وظيفه می په غاړه درلوده .دټاکلی پلان له مخی د تيرسپټمبر په پنځه ويشتمه نيټه جواويو څوکۍ ته وخيژو ،خو دهوا دخرابيدو او زمونږ د ټيم دغړو دجسمی قوت د ضعف له امله بيرته کمپ ته راغلو ، ورپسی دخودمختاری سيمی دهوا پيژندونکی ايستګاه د پيشګويی له مخی پنځه ورځی نه وروسته به هوا ښه شی ، نو مونږ ددوو کوچنيو ټيمونو په ويشلو سره جواويو څوکۍ ته په ختلو پيل وکړ ،وروسته تر هغه وخته چه لومړی ټيم د تير اکتوبر په لومړۍ ورځ په بريالی توګه دی څوکی ته وخاته ، په دوهمه ورځ زما په شمرۍ دوهم ټيم هم په امن دی څوکۍ ته ورسيد چه دا دجاپان دښځينه وو غره ختونکو سره زمونږ دهيواد لومړی ښه همکاری وه ، دخوښۍ وړ او زمونږ داټکل نه وتلی خبره دا وه څه په دی مشترک غره ختونکی فعاليت کښی زمونږ ددواړو هيوادو يوولس تنه ښځی دومره جکی څوکی ته ورسيدی .