<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-13 18:01:59    
د چينی ژبی لوست په هکله ازموينه او د ازموينې لپاره سوالونه

cri

ګرانو اوريدونکو ، د راډيويی څپو له لاری د چينی ژبی لوست په پروګرام کی لومړنی برخه چه چين ته د خارجيانو د لومړنی سفر په بهيرکی زياتې استعماليدونکې چينی جملې پکی شاملی دي ، تاسو ته درزده کړی او ورپسی ځينی مهمی جملی هم مکررې شوی وې . په دی بهير کی اوريدونکودوستانو نه يوازی پر وخت د راډيويی څپو له لاری نوموړی پروګرام واوريد ، بلکه يی د انترنيټ له لاری دغه پروګرام ته هم پام ورکړی دی . د خاصې خوښی وړ خبره خو دا ده چه ځينوپښتنو دوستانو په خپلو راليږل شويو ليکونو کی په چينايی ژبه خطونه کښلی ؤ . له دی امله مونږ ډير خوشحاله شو او دغو دوستانو ته د زړه له کومی مننه څرګندوو. مونږ هيله من يو چه وروسته به اوريدونکی دوستان په پر له پسی ډول نوموړی پروګرام ته پام ورکړی . د چينی ژبی د لوست په ترڅ کی که تاسی کوم ګټور پيشنهاد وړاندی کړئ ،نو حتمأ به زمونږ د خوښی او منلو وړ وګرځی .

مونږ وعده وکړه چه دچينی ژبی د لوست د لومړنی برخی د پای ته رسيدو نه وروسته او د نويو لوستونو د پيل نه مخکی به يوه اړونده ازموينه رامنځ ته کړو . اوس به د نوموړی وعدی سره سم دغه ازموينه پيل کړو او هيله لرو چه تاسو به په فعاله توګه ور ته حاضر شئ . تاسو کولای شی چه اړوند ځوابونه به په کسټونو کی ټيپ کړئ او بيا به د راتلونکی مارچ تر٣١نيټې پوری به مونږ ته راوليږئ . د هغو دوستانو لپاره چه په خپل کور يا دفتر کی کمپيوترونه نصب شوی ،ښه به دا وی چه له خپلو کسټونو څخه پرته ، هغه پاڼې چه ورباندی به په چينی ژبه خطونه وليکل شی ،

هم راوليږی ترڅو د ازموينی د پای ته رسيدو نه وروسته به مونږ تری سم او ښکلی ځوابيه پاڼی او کسټونه انتخاب کړو او د انترنيټ له لاری به يی اعلان کړو . دغه راز به په نوموړی ازموينه کی ټولو برخه والو ته د يادګار په توګه يو وړوکی سوغات واستوو .

---- د ازموينی لپاره سوالونه ----

مهربانی وکړئ چه لاندنی پښتو جملی په چينايی ژبه ترجمه کړئ :

0) ----- چين ته ستاسو د سفر هرکلی کوو !

1) ----- مونږ به په کوم هوټل کی ځای ونيسو ؟

2) ----- ايا د تيلفون او کوټی نمبر يو دی ؟

3) ----- ته د کوم هيواد يی ؟ زه افغان يم .

4) ---- نن څه پروګرام دی ؟ نن به مونږ د لوی ديوال سيل وکړو .

5) ---- مونږ به په کوم ځای کی سره وعده کيدو ؟ ددی ودانۍ په دروازه کی به سره ووينو .

6) --- نن هوا څنګه ده ؟ نن ډيره ګرمی ده .

7) --- خپل پاسپورټ ما ته وښيه !

ګرانو اوريدونکو ، هيله ده چه په دی ازموينه کی ستاسو بريالی اوسی .