<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-14 18:54:31    
پخواني او کوچنی علاقه داري شي تانګ

cri

ګرانو دوستانو د چين ختيځه ساعحلي پراخه سيمه يوه حاصلخيزه سيمه ده ، په دې سيمه کې د چين مشهور لوي ښار شانګهای او ښکلې منظرې لرونکي ښارونه هانګ جو او سو جو او نور زيات ځانګړي حصوصيت لرونکي کوچني ښارونه او علاقه داري پرتې د ي ٠

چين ته د سفر په ننني خبرونه کې به مونږ سره يو ځای د شي تانګ نومي کوچني علاقه داري ته ولاړشو او سيل يې وکړو ٠

شي تانګ علاقه داري د چين د جه جيانګ ولايت په جا سينګ ښار پوري مربوطه يوه علاقه داري ده او د څه دپاسه دوو سوو کالو تاريخ لري ٠ ددې علاقه داري مساحت شل ګونه مربع کيلومتره دی ،د شي تانګ په شاوخوا کې شانګهای ، سو جو او هانګجو لوي ښارونه شته چې د هر يو مساحت د زرو مربع کيلومترو څخه اوښتی دی ٠ خلک شي تانګ نومي علاقه داري ته د اوبو کلی نوم ورکوي ، ځکه چې د دې علاقه داري په څنګ کې يو سيند تيريږي ٠ د سيند دپاسه زيات لوي او کوچني پلونه او د سيند په غاړو کې اوږد دهليزونه هم جوړشوي دي او د دې علاقه داري د ليدو وړ اود دلچسپو منظرو په توګه ګڼل کيږي ٠ ولې د سيند په غاړو کې اوږد دهليزونه جوړشوي دي ، علت يې دا دی چې د شي تانګ د علاقه داري د واټونو په دواړو غاړو کې زيات دکانونه او رستورانونه او مغازې څنګ په څنګ پراته دي ، د دکانونو په وړاندې واټونه دي او ترشا يې سيند دی ، که خلک په واټ کې ناڅاپه د باران سره مخامخ شي نو دوي کولی شي چې په دهليز کې د باران څخه ډډه وکړي ٠ د اوږد دهليز پلنوالی دوه متره دی ، ددې ځایزوړ اوسيدونکي وانګ شي لين وويل کله چې په شي تانګ کې دکانونه جوړشول ، دهليزونه هم ورسره يو ځای جوړشول ٠څرنګه چې د چين په جنوب کې تل باران اوري او دکاندارانو د هوا د بدليدونکو حالاتو سره سم دا موضوع په نظر کې ونيوله چې د بارانو د اوريدو په وخت کې د مشتريانو سره د اسانتياوو د برابرولو دپاره بايد دهليزونه جوړکړي ، نو هردکاندار د خپل دکان تر شا يو يو دهليز جوړکړ ، د کلونو کلونو په تيريدو سره يو يو دهليزونه سره يو ځای شوي او په يو اوږد دهليز بدل شوی دی ٠ خلک کولي شي چې د اوږد دهليز په تعقيب د سيند په غاړو ځي او راځي او د سيند دپاسه بي شميره رنګارنګ پلونه وګوري ٠ د شي تانګ پلونه خپل ځانګړي خصوصيت لري ، ځينې پلونه يو سوری او ځينې نور يې دوه او درې سوري لري ، ځيني پلونه د لرګيو او ځينې نور يې د ډبرو څخه جوړ شول ٠ په شي تانګ کې د سينددپاسه تقريبأ سل پلونه ولاړ دي ، ګواکي د هر پل په باب يوه کيسه شته ، د بيلګې په توګه د دې علاقه داري په شمال کې يو پل شته چې وو لونګ نوميږي ٠ دا پل يو سوری لري او لوړوالی يې شپږ متره ، اوږدوالی يې ديرش متره او پلنوالی يې پنځه متره دی ، درې سوه کاله مخکې دا يو د لرګي پل و ، د کلونو کلونو د تيريدو له امله نوموړي پل خراب شو، يوه ورځ يوه اميدوره ښځه د دې پل څخه د تيريدو په وخت کې د بې پروايي له امله د پل د خراب ځای څخه سيند ته ولويده او مړه شوه ، يو سنګکار دا پيښه وليدله نو پريکړه يې وکړه چې د ډبرو په واسطه نوی پل جوړکړي ٠ د ده د کوششونو او د نورو خلکو په مرسته دا ډبرين پل جوړشو٠

په شي تانګ کې درې ځايونه د ليدو وړ دي ، لومړي اوږد دهليز، دوهم پلونه او دريم کوڅې دي ٠ د شي تانګ په علاقه داري کې کوڅې زياتې دي ، ځينې يې

اوږدې دي او ځينې يې لنډې ، په دې ځای کې يوه مشهور کوڅه چې شي پي نوميږي يوه مشهوره کوڅه ده چې د دريو سوو کالو نه مخکې جوړه شوه او اوږدوالی يې ٦٨ متره دی ، ددې کوڅې په دواړو غاړو کې پخواني وداني دي چې لوړ ديوالونه لري ، د دغو لوړو ديوالونو له امله دا کوڅه رامنځته شوه ٠ دا کوڅه ډيره تنګه ده چې يوازې يو تن ورڅخه تيريداي شي ، که يو بل سړی مخامخ راشي نودوي دواړه له دې کوڅې څخه څنګ تر څنګه نشي تللی ٠

ولې په شي تانګ علاقه داري کې زيات کوڅې جوړې شوې ، سپين سر وو يان جن وويل پخوا ددې ځای خلکو د غلا د مخنيوي دپاره د خپلو کورونو د جوړيدو په وخت کې لوړ ديوالونه هم جوړکړل ، نو په دې وجه کوڅې هم رامنځته شوې ٠

اوږد دهليز ، پلونه او کوڅې د شي تانګ په علاقه داري کې د سياحانو د راجلبولو درې ځايونه دي ، ډير چيني او خارجي سياحان ددې علاقه داري د ښکلو منظرو د ليدو دپاره راغلي دي او ويې ويل چې دا ښه ځای او د ليدو وړ ځای دی ٠

ګرانو دوستانو که تاسې ورسره علاقه لري نو راځۍ چې په خپلو سترګو ويې ګوري ٠