
ګرانو اورېدونکو،٢٠٠٤ م کال تېر شو او په دغه تېر کال کی د چين حکومت د چاپ او خپرولو په هکله ډول ډول غير قانونی کړو وړو ته سخت ضربت رسولی او په فعاله توګه يی د فرهنګ او هنر اثارو د قانونی چاپ لپاره اجتماعی چاپيريال رامنځته کړی او په دوامداره توګه يی د اصلی اثارو د حق د ساتلو په هکله قانون بشپړ کړی او په دی ساحه کی يی لوی او مثبت ګامونه اخيستی دی.
د چين د چاپ او خپرولو د چارو د دولتی رياست يو مسؤل چی وانګ ځی چيانګ نومېږی وويل ( اواز)
د چين حکومت د پوهې د تمليکی حق ساتلو ته په ډېره درنه سترګه ګوری او د چاپ او خپرولو په ساحه کی له غير قانونی اعمالو سره مبارزه د بازاری اقتصاد د نظم د سموالی او منظم په بهير کی د يوه مهم کار په توګه بولی.
د وروستيو کلونو راهيسی د انترنيټ د زيات پرمختګ په ضمن کی په انترنيټ کی د پوهې په تمليکی حق باندی د تېری او د چاپ او خپرولو په ساحه کی غير قانونی او ناوړه کړه وړه هم زيات شوی او په انترنيټ کی د اثارو د حق د ساتلو موضوع د نړۍ د مختلفو هېوادونو د پام او توجو وړ ګرځېدلی ده. د خبر له مخی نوموړی موضوع د ٢٠٠٥م کال دپاره د چين د قانون جوړولو په پلان کی شامله شويده. د دې نه مخکی د اثارو د خاوندانو د حقه حقوقو د ښه ساتلو او په انترنيټ کی د پوهې په تمليکی حق باندی د تېری او د چاپ او خپرولو په هکله له ډول ډول غير قانونی کړو وړو سره د مبارزې په مقصد د چين د چاپ او خپرولو د چارو دولتی رياست او د انفورمېشن او اړوندو چارو وزارت په ګډه سره د کمپيوتری شبکې له لارې د خپرولو د حق د اداری حمايت د طريقې مسوده تدوينه کړه او په تېر دسمبر کی د ټولنې د مختلفو محافلو نظريات واورېدل.
په ٢٠٠٤ م کال کی د چاپ او خپرولو د حق د ساتلو په ساحه کی چين له بين المللی ټولنې سره مثبت همکاری وکړه. د دې کال د لومړنيو وختونو نه د چين د چاپ او خپرولو د چارو دولتی رياست څلور ځله خپل هيئتونه د پلټنې او کتنې لپاره اروپايی اتحاد ته ورلېږلی او اروپايی اتحاد پنځه ځله د اړوندو افرادو د روزنې او لارښودنې دپاره خپل متخصصين چين ته هم رااستولې وو. د اروپايی اتحاد په اړه د تجارت د عمومی رياست د پوهې د تمليکی حق د دفتر مشر پول وندورين وويل (اواز) چی چين د پوهې د تمليکی حق د ساتلو په ساحه کی لوی بدلون رامنځته کړی دی، ځکه چی چين په دی ښه پوه شويدی چی د پوهې د تمليکی حق ساتل د چين د انکشاف دپاره ډېر زيات اهميت لری.
د پوهې د تمليکی حق د ساتلو په باب د عامه خلکو د مفکورې او شعور د لوړېدو دپاره په ٢٠٠٤م کال کی د چين د حکومت اړوندو څانګو ډول ډول فعاليتونه پر ځای کړل او په فعاله توګه يی د چاپ او خپرولو په ساحه کی له غير قانونی اعمالو سره مبارزه او د اعادی اثارو اخيستلو ته د وګړو پام اړولی دی.
په ٢٠٠٤ م کال کی د چاپ او خپرولو د حق د ساتلو په ساحه کی د چين د حکومت له خوا تر لاسه شوی برياليتوبونه د ليدو وړ دي. د امريکې د فلمونو د ټولنې په اړه د چين عالی مشاور وانګ يونګ وويل (اواز) چی په عينی نظره دا هيڅ شک نشته چی په تېرو څو کالو کی د چاپ او خپرولو په ساحه کی له غير قانونی اعمالو سره د مبارزې دپاره د چين حکومت په تېره بيا د مرکزی حکومت له خوا ترسره شوی کوښښونه او کارونه د ستاينې وړ دي. مګر د هغه په نظر يوازی تر هغه وخت پوری چی عامه خلک به د ټولنې د ترقۍ دپاره د خلاقانه کار په اهميت او ارزښت وپوهېږی، نو د پوهې تمليکی حق به په موثره توګه وساتل شی، خو د يو داسی لوی هېواد دپاره چی نفوس يی څه دپاسه يو مليارډ درو سوو مليونو ته رسېږی، د نوموړی هدف د سر ته رسولو دنده ډېره درنه او لاره يی اوږده ښکاری.