ځينو اورېدونکو په خپلو ليکونو کی د چين د لويی ديوال سره علاقه ښودلی ده . دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به زه د چين د لويی ديوال په باب څه معلومات وړاندی کړم .
په چين کی يوه اصطلاح ده چه وايی – څوک چه لوی ديوال ته نه ځی ، نو پياوړی سړی نه بلل کيږی . په ريښتيا لوی ديوال د چينايانو فخر دی او په نړۍ کی يو لوی اعجاز بلل کيږی .
د ٢زرو ٥سوو کالو مخکی د چين لويه خاوره په ٧ وړوکو ملکونو ويشل شوی وه او دغو ٧ملکونو د پرديود تيريونه د ځان د دفاع دپاره د خپل جغراخيايی موً قيعت سره سم جنګی ديوالونه جوړ کړل .له نن نه څه د پاسه ٢زره ٢سوه کاله مخکښی د چينګ نومی ملک امير نورو ٦ ملکون ته شکست ورکړ او د چين په ارته خاوره کی يی لوی ساطنت قايم کړ او په دې توګه چين د لومړی ځل دپاره د دې امپراطور له خوا د يوه واحد هيواد په حيث اعلان شو . د چينګ سلطنتی قدرت د پرديو د تيريو سره د مقاومت کولو او د تل دپاره په شاهی کورنۍ کی د خوندی د ساتلو دپاره د يوی داسی لويو پروژی جوړ کړل چه د پخوانيو نورو ٦ ملکونو ټوټه ټوټه جنګی ديوالونه يی له خپلو ديوالونو سره پيوست او ترميم کړل .
د هغی زمانی نه وروسته د دوو زرو کالو په اوږده تاريخی دوره کی د چين د فيوډالی ټولنی په هره شاهی سلسله کی جنګی ديوالونه بيا منظم او نوی جوړ شول .
په تېره بيا د مينګ په امپراطوری دوره کی يعنی د پنځه شپږ سوو کالو نه مخکښی دغه ديوالونه ١٨ځله ترميم شوی او تر اوسه پوری هم ښه ساتل شوی دی .
د لوی ديوال په اوږدو کی د هرلسګونو او يا سلګونو مترو په فاصله يوه لويه
کلا جوړه شوی ده چه په لرغونی زمانه کی دوښمنو د څارنی د وسلو د زخيری او پردوښمنو دپاره د حملی دپاره تری نه استفاده کيده .
د چين لوی ديوال چه شپږ زره اوه سوه کيلومتره فاصله لری لکه يوغټ ښامار د چين په ارته خاوره کی له ختيځ نه تر لويديځ پوری د غرونو سره سم کښته پورته غزيدلی دی . د لوی ديوال مبداد هه بی په ولايت کی د شان های ګوا لويه کلا ده چه لکه د ښامار د سر په شان د بوهای سمندری په وړاندی هسکه غاړه ولاړه ده او د چين د ګان سو په ولايت کی د جاه يوګوان کلا د لوی ديوال پای ده .
د چين لوی ديوال چه په اوسنی نړۍ کی تر ټولو نه ښه ساتل شوی اوږد قديمی ديوال دی . ځينی برخی يی د ترميم نه وروسته د سيل وړځايونو په حيث سيلانيانو ته خلاص شوی دی .