د پاد شاه په غوږونو ی هم د سيلون ( سرانديپ ) د ټاپووزمی له ياقوتو څخه جوړ شوی غوړی ( ګوشواره ها ) ځورندی وی هوکی له هغو قيمتی تيږو نه چی د معشوقی د شونډو په شان سکلی او زړه خړونکی وی .
د ځمکی پرمخ هسی فرشو نه غوړول شوی وو چی بااکل بی ساری وو ، همدا رانګه دری سوه د شرابو ډکی کوزی ، له نورو شاهانه لوزمو سره په منظمه توګه ترتيب او ايښودل شوی وو د تيمور شاته ډمان ، سازيان او نڅاکوونکی ناست وو ، د تيمور څنګ ته نژدی څوک نه وو ، ولی د پښو لوری ته يی خپلون، خيښان شهزادګان او د سر تيرو ځنی وبلی سر تيری او افسران ناست وو . يوه ورځ دغه مست کرمانی خمار شاعر دورانکار ګوډ تيمور ديوی پوښتنی په ځواب څومره ښه ويلی وو :
کرمانی ! که چازه خر څلانه ته وړاندی کړای وای تا به ځما په قيمت کی څومره ورکړی وای ؟
نو شاعر د هغه خونړی امير په ځواب کی په پوره ميړانه وويل :
پنځه ويشت سکی :
تيمو
ر په حيرانتيا سره وويل :
__دا خو زما د کمر بندبيه ده .
__ کرمانی بيا ورته وويل :
__ ما هم يوازی ستا د کمر بندبيه ورکوله . هوکی ! يوازی د کمر بندبيه ځکه ته خو پخپله ديوی توری پيسی ارزښت هم نلری .
کومانی شاعر هغه د شاهانو پادشاه ته ، هغه وينی تويو ونکی تيمور ته داسی خبری کوی . نو درود ، دی وی په داسی حقيقت ويوونکی شاعر ، موږ بايد تل هسی شاعران وستا يو چی يوازی يو څښتن لری او هغه د دوی رښتيا ويل دی او صداقت ، او حقيقت او صداقت به د هغوی هميشنی څښتن وی .
هوکی ! په هغه خوشالوونکی ډکی خاطری او وياړنی په مستو موقع کی چی د جګړو له وياړه په ننداره کی چی د پادشاه د خيمی نغمو کی ياديدل ، د مستو لوبو حساس او عيشمنه موقع کی يی مخی ته اجرا کيدل ، په همغه او له عيش او عشرت نه ډکه ټوکيانو ډول ډول ټوکی کولی او پهلوانانو په پهلوانی کی خپل زورونه ازمويل ، او کاږه د خيمو په تنابونو پوری لګيدل او داسی يی ځانونه ښوول چی دوی هيڅ هډوکی نلری . او هم جګړه مارو په تيرو تورو لوبی کولی ، څو خپل د انسان وژنی ، قتل او قتال مهار تونه او زده کړی کتونکو ته ښه وروښيی ، ځينو به پيلان په ډول ډول رنګونو يعنی سرو ، شنو ... داسی رانګول چی حتی ځينی به ورنه ډاريدل او ځينو به ورته خندل .
او په همداسی له عيش او عشرت نه ډکه موقع کی چی د تيمور ټول اتباع هم د تيمور له ډاره او هم د تيمور دفتر حاتو په وياړ ، او د شراب څښلو او (( قوميس )) له امله يومخ سره ګيچ او نيشه وو . او همدا رنګه په همدغه له ليو نتوب او مستی نه ډکه موقع کی يوغږ ، هوکی ! داسی غږ لکه چی د وريځی له منځ ن
ه تالنده او برښنا پړک ووهی واوريدل شو ، پوهيږی دا غږ د يوی ښځی غږ وو دا له غرور نه ډک غږ داسی غږ وو چی د تيمور د لمسون او تحريک سبب شو ړ هوکی مرګ هم يو ځلی دې لمسولی وو ، او له همدی کبله تيمور هم نسبت وخلکو ته او نسبت و مرګ ته تر پخوازيات بی رحمه ، بی عاطفه شوی وو .
په دی وخت کی تيمور امر وکړ چی وګوری ، څوک دی ، چی داسی غمجن غږ لری او غمجنی ناری سوری وهی ، ملاز مانو ډير ژر خبرور ووړ چی ! يوه ښځه ده ، خيرن کالی په ځان لری ليونی غوندی ده او په عربی ژبه ګريږی . مالوميږی ، کوم شی غواړی او ډير ژريی غواړی ، ډيره بيړه لری او هم غواړی چی د شاهانو د شاه حضور ته هم وړاندی شی .
__ پادشاه وويل :
__ هغه راولی !
په دې وخت کی ښځه په خيرنو کاليو او لمر وهلی څيره کی پښی لوڅی د ده مخی ته ودريده او توری اوږدی خيرنی زلفی يی په مخ داسی ورخوری وی چی د هغه سپينه او لوڅه سينه يی ورپټه کړی وه ، د ښځی څيره باالکل مسوته پاتی وه تا ثير ناکی او جذابی سترګی يی درلودلی ، تور لاسونه يی دامير لورته وراوږده کړه ، دومره کلکه او زړوره وه چی لاسنه يی د هغه ظالم په حضور کی ونه لړزيدل .
ښځی پوښتنه وکړه !
ته يی چی سلطان بايزيد ته دی ماتی ورکړه ؟
هو ، زه يم ، ډيری غاړی غړی می ماتی کړيدی او اوس هم لاستړی شوی نه يم .
د ځان په هکله څه ويل لری ؟
ګوره ته هر کار چی وکړی بيا هم انسان يی او له يوه انسان نه کوم زيات شی نه يی ، زه يوه موريمه ، مور ، او ته د مړينی مريی ، او زه د ژوند مينځه يمه تا زما په برخه کی تيرو تنه کړيده او زه راغلی يمه غواړم چی ته هغه را جبران کړی .