<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-16 18:47:01    
اوس افغانستان د نشوی موادو د توليدولو هيواد ګرځيدلی دی

cri

په هغه راپور کښی چه په دی وروستيو وختونو کښی د ملګرو ملتو د نشوی موادو او جرمونو دمسئلی په اړه د دفتر له خوا وړاندی شوی ، ويل شوی چه اوس افغانستان د نشوی موادو د توليدولو هيواد ګرځيدلی دی . په افغانستان کښی امريکايی عسکر او د ناتو بلاک فوځ بايد مسوليت په خپله غاړه واخلی چه تروريزم ته د ضربه رسولو په شان نشوی موادو ته ضربه ورسوی .

د نوموړی دفتر اجرائيوی غړی انتونيو ماليا کوستا وويل چه مونږ افغانستان د طالبانو د رژيم او د القاعدی د سازمان له لاسونو څخه بيرته لاس ته راوړی د ی ، که چيری د افغانستان خلک په خپله خوښه ترياک توليد کړی ، نو دا به يوه تاريخی اشتباه وی .

د ٢٠٠٤ کال دپاره د افغانستان د ترياکو د پلټنی ترعنوان لاندی په راپور کښی ويل شوی چه په ٢٠٠٤ کال کښی په افغانستان کښی د کوکنارو دکرلو مساحت د ٢٠٠٣ کال په نسبت په سلو کښی څلور شييته زيات شوی دی او د يو لکو يو ديرشو هکتاره په مساحت مځکو کښی کوکنار کرل شوی دی .کوکنار د ساده چمتو او پروسيس کولو نه وروسته ترياک ګرځيدلی دی .، ترياک د هيروين د توليدولو عمده اومه مواد دی . کوستا وويل چه دا لومړی ځل د ی چه د افغانستان په دومره زياتو مځکو کښیکوکنار کرلی دی .، همدا راز په

٢٠٠٤ کال کښی افغانستان هم يو داسی هيواد دی چه د نړۍ د نورو هيوادونو په نسبت د کوکنارو دکرلو مساحت يی تر ټولو نه ډيرزيات دی .

دکوستا په نظر اوس د افغانستان حکومت او اردو د نشوی موادو دتوليد د مسئلی د حل توان او قوه نه لری ، هغه دامريکی او د ناتو بلاک د متحدو قواوو څخه وغوښتل چه په ګډه سره د اقداماتو په نيولو سره د نشوی موادو مخنيوۍ وکړی ، ځکه چه د نشوی موادو توليد او معاملاتوله منځه وړل هم کولی شی چه د تروريستی سازمان د پانګو سرچينه قطع کړی

ښاغلی کوستا دافغانستان د حکومت څخه وغوښتل چه بايدد نشوی موادود بيخی د له منځه وړلو په کار پيل وکړی ، د نشوی موادو ستری قاچاقی دوسيی دی تر پلټنی او څيړنی لاندی ونيسی، د قاچاق وړنکومخنيوی د ی وکړی او دمناسبو اقداماتو په غوره کولوسره دحکومت څانګو څخه فساد له منځه يوسی .