کوم وخت چې شپه ښه پخه شوه او خوب په درستې نړۍ لمن وغوړوله زه له خپله بستره پاڅيدم او د ځان سره مې وويل سمندر هيڅکله نه ويده کېږي او د هغه ويښتوب نارامه روحونو ته ارام بښي. زه چې کله ساحل ته ورسيدم نو غبار لا پخوا د غره له څوکو راکوز شوی ؤ او نړۍ يې داسې پڼه کړې وه لکه چې نقاب د يوې ښکلې پيغلې مخ ښايسته کوي. زه هلته ودريدم د موجونو ننداره مې کوله د هغو نغمې مې اورېدلې او په هغه قوت باندې مې غور کاوه چې شاته يې عمل کاوه هغه قوت جکړ سره يوځای حرکت کوي ، اورښندوني غره کې غيظ او غضب څرګندوي، کوکيو سره خاندي او سندرغاړو ويالو سره سندرې وائي. لږ شيبه وروسته مې مخ واړاوه ومې ليدل ماته نژدې د يوه کمره په څنډه درې صورتونه ښکاريدل ښه مې وليدل چې غبار هغوي پخپله لمن کې نغښتي وه خو بيا هم رانه بيخي پټ نه وه . زه يوه نامعلومه کشش هغې خوا ته بوتلم چېرته چې د کمره په غاړه هغوي ناست وه. څو قدمه ليرې ودريدم او سترګې مې ورباندې ونښلولې ځکه هلته داسې نااشنا غوندې جادو وه چې زما ټول تصورات پکې ترې تم شول او زما په تخيل کې نارامي پيدا شوه يو يې راپورته شو په داسې أ واز لکه چې د سمندر له تل څخه راخيژي وئې ويل
بې مينې ژوندون بې ګل او بې ميوې ونه ده. محبت سره جې حسن نه وي بې وږمې ګل او بې خونده ميوې غوندې ده. ژوند، مينه او حُسن د يوه عنصر درې ماهتيونه دي ازاد او لامحدوده چې نه کله بدلېږي او نه يو له بل څخه بيليږي