بيا ئې بل راپاڅيده په داسې غږ چې د څپانده سمندر د موجونو شور ورسره ملګری وه وئې ويل
بې انقلابه ژوندون د هغه موسم په څير دی چې پسرلۍ نلري . بې صداقته انقلاب د هغې ويالې ته ورته دی چې په وچه او نامعلومه صحرا کې بهېږي . ژوند، انقلاب او صداقت د يوه عنصر درې ماهيتونه دي چې هيڅکله نه يو له بل څخه بيليږي او نه بدلېږي.
دا يې وويل او پخپل ځای کيناست. بيا يې دريم راولاړ شو د برېښنا غوندې په تيره اواز ئې وويل
بې خپلواکۍ زوندون بې روحه جسد دی. خپلواکي چې پوهه او حکمت ورسره نه وي يو پريشان روح دی . ژوند، خپلواکي او حکمت د يوه ابدي عنصر درې ماهيتونه دي چې هيڅکله نه فنا کېږي.
بيا هغه درې واړه ودريدل په ډېر درناوي او جلال ئې وويل
مينه او هر څه چې ورنه صادريږي، انقلاب او هر هغه څه چې توليدوي، خپلواکي او کوم شيان چې ترينه پېدا کېږي، دا د کبريايي ذات درې مظاهر دي، کبريايي ذات هغه لامحدوده هستي ده چې پر تعيناتو او کون و مکان باندې محيط دی.
بيا داسې چوپه چوپتيا شوه چې د موهومو جسمو تورپېدل او د ناليدلو وزرو پريدل محسوسيدل او بس ما سترګې پټې کړې او هغه اواز ته مې غوږونه ځور کړل چې همدا اوس مې اوريدلي وه . خو چې سترګې مې پرانستلې نو د غبار په لمن کې تاوشوۍ او نغښتۍ سمندر نه پرته مې بل څه ونه ليدل زه هغه کمره ته نور هم ورنژدې شوم ليکن لړۍ لړۍ دودونه مې وليدل چې پاس ختل نور هيڅ نه ښکاريدل.