<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-17 18:45:52    
ختيځ چين ته له لويديځ چين څخه د طبيعی ګاز دانتقالولو پروژه به مونږ ته څه ګټه رسولی شی ؟

cri

په لسګونو زرو تنو کارګرو د شپه و ورځ زياراوکوشش نه وروسته ختيځ چين ته له لويديځ چين څخه دطبيعی ګاز دانتقالولو په باب پروژه د تير کال د اکتوبر په لومړۍ نيټه پيل شوه او د تير دسمبر په ديرشمه نيټه په کار ولويده . اټکل کيږی چه نوموړی پروژه به دچين د لويديځو سيمو پرمختګ ته د چټکتيا ورکولو دپلان تطبيق ته محرکه قوه وروبخښی .

دنوموړی پلان د تطبيق دپاره دمهمی پروژی په توګه چه دګونددمرکزی کميټی اودولتی شورا له خوا ټاکل شوی دی ،ختيځ چين ته دلويديځ چين څخه دطبيعی ګاز دانتقالولو او شمالی چين ته دجنوبی چين داوبودانتقالولو پروژه ،خيتځ چين ته له لويديځ چين څخه د بريښنا د انتقالولو پروژه او له چينګ های نه تر تبت پوری داوسپڼۍ پټلۍ دچين د اساسی تاسيساتو د ابادۍ د هغو څلورو لويو پروژو په توګه بلل کيږی کوم چه د لسم پنځه کلن پلان په موده کښی ټاکل شوی دی .ددغو مهمو او سترو پروژو دسالم تطبيق په اثر د اقتصادی تفوق په ځاي د لويديځو سيمو د غنی منابعو دتفوق د تبديلولو ، دمنځنی لويديځو سيمو داقتصاد د چټکتيا ، دچين د انرژيو دجوړښت د تنظيم ، دمنځنی ختيځوسيمو د ايکالوجيکی چاپيريال د ښه والی او دخلکو د ژوندانه د کيفيت دلوړتيا دپاره ستر او مهمه اهميت لری .

له طبيعی ګاز څخه زياته استفاده ، دانرژيو د جوړښت ښه والی ، د هوا دککړتيا

کموالی او دمسلسل انکشاف سرته رسيدل په نوی پيړۍ کښی دچين د انرژيو دانکشاف ستر ستراتيجيکی انتخاب ګڼل کيږی . نوموړی پروژه به د منابعو او بازارونو ترمنځ دپل او مزی په توګه حتما مونږ ته ښکاره ټولنيز او اقتصادی موثريت او ګټی ورسوی . په دي حساب چه هر کال ختيځ چين ته دچين له لويديځو سيمو څخه دوولس مليارډه مکعب متره طبيعی ګاز انتقال شی ، په دی ډول به هر کال د شپاړلسو مليونو ټنو معياری سکرو ځای ونيسی چه په نتيجه کښی به د طبيعی ګاز د مصارفو د زياتوالی ګراف په سلو کښی پنځوسو ته ورسيږی ، د طبيعی ګاز حمل و نقل دپايپ لاين له لاری تر سره کيږی ، نو ځکه دا د چاپيريال د ساتنی دپاره ګټور دی او ښکاره ټولنيز موثريت او ګټی لری .

دغه پروژه به نه يوازی د مالياتو دجمع کولو او نورو شکلونو له لاری دولت ته مستقيمی اقتصادی ګټی ورسوی ، بلکه د دغی پروژی د تر سره کيدو په اثر به حتما په زوروره توګه دشين جيانګ په شمول دلويديځو سيمو اقتصادی ودی ته چټکتيا ورکړی ، ژر ترژره به دمنابعو تفوق په اقتصادی تفوق بدل شی او د سرحدی سيمو ثبات او وده به پرمخبيول شی . د مثال په توګه دننه په شين جيانګ کښی د طبيعی ګازلرونکی سيمی په سروی او بهره بردارۍ کښی د شل مليارډو ژن مين بی يونو په اندازه پانګی اچول شوی دی،علاوه پردی د پايپ لاين په پروژه کښی هم پانګی اچول شوی دی او په دی اثر په دغه خودمختاره سيمه کښی د صنعتي ارزښت زياتوالي په سلو کښی شپږويشت اعشاريه اته زيات شوی دی .

له اسنادو او معلوماتو څخه څرګنديږی چه ختيځ چين ته دلويديځ چين څخه د

طبيعی ګاز دانتقالولو پروژه د طبيعی ګاز يو داسی پايپ لاين دی چه اوږدوالي يي دچين د نورو پايپ لاينونو نه لا اوږد دی ،د پايپ لاين قطر ډير لوی دی ، د انتقالولو فشار يی ډير لوړ دی، تخنيکونه يی مترقی او دکار شرايط يی ډير پيچيلی دی .دابادۍ دپيمانی او تخنيکی اهدافو له لحاظه په نړۍ کښی ساری نه لری .

ختيځو سيمو ته دچين دلويديځو سيموڅخه د طبيعی ګاز دانتقالولو د پروژی تر اغيزی لاندی دچين د طبيعی ګاز صنعت ښه انکشاف موندلی .او داسی وضعيت را منځ ته شوی دی چه دمنابعو بهره بردارۍ ، د پايپ لاين ابادۍ په هر اړخيز ډول پرمختګ کوی .