عمومأ د ښځو له پاره د ديرش کلنۍ ته د رسيدو نه وروسته ، پوستکې او هډوکي يي به ورو ورو ضعيف شي ٠ نو ځيني ښځي د سنګارولو له لارې ځان ښکلا ساتي ٠ د توجه وړ خبره دا ده چه پرته د سنګارولو نه بله لاره هم شته چه د مساعدو خوراکونو د خوړلو له لارې هم خپل ښکلا ساتل کيږي ٠ لومړي هره ورځ د شيدي د خوړلو پر عادت لاندې ټينګار وګړي ٠ ځکه په شيدي کې زيات کلسيم موجود دي ٠ که په بدن کې دغه ډول مواد کمبود شي ، د ښځو د هډوکو د خاصيت سستوالي به رامنځ ته شي ٠ نو د ښځو له پاره دا به ښه وي چه د ټول عمر له پاره د شيدي خوړلو عادت وساتل شي ٠ دوهم ، د ډوډۍ خوړلو په وخت کې ښوروا وڅښي ٠ په چين کې د خلکو په اصتلاح وايي چه د ډوډۍ نه د خوړلو نه د مخه ښوروا څښي ښکلي اندام او روغتيا به وساتل او د ډوډۍ خوړلو نه وروسته ښوروا څښي چاغ به شي ٠ ځکه د ډوډۍ خوړلو نه د مخه ښوروا څښل د روغتيا له پاره ډير ګټور دي ٠ خصوصأ په ژمي کې هوا ډيره يخه ده ، که اول ښوروا وڅښي د بدن يخنۍ او د معدي د ننه يخه هوا ليري کيداي شي له بلې خوا له بدن څخه ورک شوي اوبه هم پوره کيداي شي ٠ بله خبره دا ده چه دډوډۍ د خوړلو نه دمخه که شوروا خوري ، په معده کې د نورو زياتو خوراکونو د منلو ځاي کم شوي دي ٠ نو دا د چاغوالي د مخنيوي له پاره هم ګټه لري ٠ دريم ، اوماچ تل خوري ، د پوسکتې دساتنې له پاره بيلا بيل اوماچ ډير غذايي خوراک ګڼل کيږي ، لکه د مومپلې اوماچ د پوستکې د ښکلي رنګ د ساتنې له پاره ډير ګټور خوراک دي ٠ څلورم ګلپي ، کلم ، غټ پياز ، ګازره او ماهي د بدن خصوصأ د پوستکې د ضعيفوالي د مخنيوي له پاره ډير ښه خوراک دي ٠ ځکه په ډيرو سبزيو او ميوو کې ډول ډول ويتامينونه موجود دي ، پرته له دي نه اوبه پکې هم ډير دي چه دا نه يوازي د انسان د بدن له پاره بلکه د پوستکې له پاره ډير ضروري غذايي مواد دي ٠