<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-18 18:11:21    
پاکستان پريکړه وکړه چه د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو د بند د جوړولو په باب د بين المللي بانک حکميت ولټوي

cri

د سي ار اې راډيو د خبريال د خبر لمخې د پاکستان د خارجه وزارت نطاق مسعود خان د روانې مياشتې په اتلسمه نيټه وويل چه پاکستان پريکړه وکړه چه د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو د متنازع بند د جوړولو په هکله د نړيوال بانک حکميت ولټوي ٠ د پاکستان لخوا په خپره شوي رسمي اعلاميه کي ويل شويدي چه پاکستان ددې مسئلې د حل دپاره تر ممکنه حده پوري کوشش کړيدی ، نو اوس يوازي د نړيوال بانک حکميت لټوي ٠ د خبر لمخې هند د چيناب په نامه د هند سيند په فرعي سيند باندي د اوبو د بند په جوړولو بوخت دی ، د هند په نظر دغه پروژه د هند سيند د اوبو د منابعو په باب د هند او پاکستان لخوا د لاسليک شوي تړون په خلاف نده ، خو پاکستان ددې پروژې د ډيزاين او نورو اړوندو موضوعاتو په مقابل کي مخالفه نظريه لري ٠