<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-18 18:23:48    
يو مليارډ دری سوه مليونم چينايی زيږيدلی دی

cri

ګرانو اوريدونکو ، د نوی کال د جنوری په ٦ مه نيټه ګهيز د بيجينګ په وخت په صفر بجه او٢ دقيقو يو ماشوم چه يو مليارډ دری سوه مليونم چينايی بلل کيږی د بيجينګ په نسايی او ولادی روغتون کښی پيدا شو ٠ د چين د ملی ولسي کانګرس د دايئمی کميټی مرستياله او د چين د ښځو د اتحاد ريئسه ګو شيو ليان او نور مشران د مور او ماشوم د حال احوالو د پوښتنی دپاره روغتون ته لاړل ٠

د ماشوم صحت ډير قوی ښکاری ٠ د بچی پلار په خوشحالۍ سره خبريال ته وويل چه ډير وياړ يم چه زما ماشوم د يو مليارډ دری سوه مليونم چينايی په حيث دنيا ته راغلی دی ٠ يقين لرم چه دده ټول ژوند به په نيکمرغۍ او کاميابی سره تير شی ٠ ميرمنی ګو شيو ليان د ماشوم مور ته ١٣ دانی ښکلی ګلونه وړاندی کړل او ور ته يی مبارکی وويله ٠ جانګ وی چينګ چه و چين د کورنی لارښوونی د کميټی مشر دی د ماشوم پلار او مور ته ددی ماشوم د زيږيدنی له امله د وياړنی تصديق نامه ورکړه ٠

د چين د احصايوی اداری د تحقيقاتو له مخی د ٢٠٠٥ م کال د جنوری په ٦ مه نيټه به په چين کښی پرته د هانکانګ او مکاو خاصو اداری سيمو او تايوان ولايت نه عمومی نفوس يو مليارډ درو سوو مليونو تنو ته ورسيږی ٠ د چين د يو مليارډ دری سوه مليونم چينايی په حيث ددی ماشوم زيږيدنه د هيواد د نفوس په چارو کښی خاص اهميت لری ٠ د ٣٠ کالو نه مخکښی په چين کښی په هراړخيزه توګه د کورنی د لارښوونی د پاليسۍ د تطبيق له امله د نفوس د چټکو زياتيدو مخه ونيوله شوه چه

په دی وجه د اقتصاد او ټولنی هراړخيز پرمختګ ترلاسه شو ٠ نو ځکه چين به حتماٌ

د کورنی لارښوونی په باب پاليسی په مداومه توګه ښه عملی کړی ٠

د ملګرو ملتو له خوا د نړۍ د نفوسو د اټکل سره سم اکثر هيوادونه په تيره بيا پرمختيايی هيوادونه چه نفوس يی زيات دی په راتلونکو ٥٠ کالو کښی به د نفوس د زياتيدو لوړی مرحلی ته داخل شي او په ٢٠٤٥ م کال کښی به چين هم د نفوس د زياتيدو اوج ته ورسيږی ٠