ګرانو اوريدونکو ، د ٢٠٠٥ نوی کال په درشل کی د داخليدو په بيګا د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې مرستيالی او د ښځو د ملی اتحاديی رييسی ګو سيو ليان د ديموکراتيک پوهنځی د خطابۍ په يوه غونډه کی تر دی عنوان لاندی يوه په زړه پوری وينا وکړه کوم چه د نارينه ؤ او ښځو ترمنځ د مساوات په باب د اساسی دولتی پاليسی په رڼا کی دې د ټولنی د هماهنګۍ بهير ګړندی کړی شی . د ميرمنی ګو سيو ليان او محصلينو ترمنځ د بحث فورم د نارينه ؤ او ښځو ترمنځ د مساوات په هکله د چين د اساسی پاليسی د جوړونی او د وروستيو لسو کلونو راهيسی د نوموړی اساسی پاليسی د تطبيق ، دغه راز د ښځو د اتحاديی د دندو او رول په شمول د يو لړ موضوعاتو په شاوخوا کی سرته ورسيد .
د نوموړی مهمی وينا د اوريدو نه وروسته د نوموړی پوهنځی محصلينو يو په بل پسی د علاقی وړ موضوعاتو په ارتباط زياتی پوښتنی وکړې . ميرمنی ګو سيو ليان په تودو احساساتو سره يو يو ته ځوابونه ورکړل او محصلينو په تودو چکچکو سره د هغی ظريفو او هوښيارو توضيحاتو او بياناتو ته ځواب ورکړ .
يو زده کوونکی تری پوښتنه وکړه چه ايأ تاسو د يوی ښځينی سياستمدارې په حيث د خپل کار د ترسره کيدو په ترڅ کی له څرنګه ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کيږئ ؟
ميرمنی ګو سيو ليان داسی خواب ورکړ چه زما په نظر ،د هر چا لپاره بريالی ژوند بايد په خپلو کارونو کی د هغه په برياليتوب او کورنی نيکمرغۍ پوری اړه ولری . شک نه شته چه د دغسی هدف د سر ته رسولو په لاره کی به له زياتو مشکلاتو او خنډونو سره مخامخ شی ، مګر که مونږ به د علمی معلوماتو د ترلاسه کولو په بهير کی زيار وباسو او په جدي او صادقانه توګه به کار وکړو ، نو هر ډول مشکلات او ستونزی به ليری کولی شو .
نن سبا په چين کی د هغه نظام تطبيق دوام لری چه له رسمی کارونو څخه د تقاعد او ګوښه کولو په برخه کی د نارينه ؤ او ښځو لپاره بيلا بيل عمر ټاکل شوی او عمومأ د نارينه ؤ د کار عمر تر ٦٠ کالو پوری ځنډيږی ، خو د ښځو د کار عمر يوازی تر ٥٥ کالو پوری . په دی هکله يوه زده کوونکی له ميرمنی ګو څخه پوښتنه وکړه چه ايأ له نوموړی نظام څخه د نارينه ؤ او ښځو ترمنځ غير مساوات څرګنديږی ؟
ميرمنی ګو داسی جواب ورکړ چه د نارينه ؤ او ښځو ترمنځ مساوات بايد د متقاعد عمر څخه ښکاره شی مونږ تل د دی مرام لپاره هلی ځلی کوو او په اوسنی وخت کی د هغه هدف د سرته رسولو په هڅه کی يو چه د ټولو دولتی مامورينو او مستخدمينو لپاره به چه که نارينه وی يا ښځی ، يو شان کاری موده وټاکل شی .
د وروستيو څو کلونو نه راهيسی په چين کی د محصيلينو د استخدام په برخه کی هغه پديده ليدل کيږی چه نجونی زده کوونکی له هلکانو څخه لا مشکل ښکاری . په دی هکله ځينو محصيلاتو تری پوښتنه وکړه چه مونږ به څرنګه د له نوموړی پديدی سره مقابله وکړو ؟
ميرمنی ګو سيو ليان وويل چه مونږ تل د استخدام لپاره د نجونو محصيلاتو په
وړاندی نوموړی ستونزی ته ډير پام ورکوو . زما په نظر نجونی بايد له يوی خوا د ځانی رقابتی لياقت او توان د لوړولو لپاره کوښښ وکړی او له بلی خوا بايد خپله مفکوره نوی کړی او په مناسب ډول دی د کار د پيداکولو لپاره خپل شرايط ټيټ کړی . يقين لرم چه که پخپله زيار وباسی ، نو حتمأ به ځان ته مناسب کار راپيدا کړی . په عين وخت کی مونږ هم هيله من يو چه د ټولنی مختلف محافل دی نجونو فارغانو ته د استخدام په برخه کی مساوی او منصفانه فرصتونه برابر کړی .
د بحث په نوموړی فورم کی يوی نجونی زده کوونکی وويل چه د رييسی ګو سيو ليان د په زده پوری خطابۍ د اوريدو نه وروسته می تر پخوا د نارينه ؤ او ښځو ترمنځ د مساوی مقام د ساتلو په باب دچين اساسی پاليسی ښه درک کړی چه دا به د بين المللی تبادلو په راتلونکو غونډو کی زمونږ د ګډون لپاره ډيره ګټوره وی .
ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدااوس تر دی عنوان لاندی يو راپور واوريد چه ميرمنی ګو سيو ليان د ديپلوماتيک پوهنځی له محصلينو سره د نارينه ؤ او ښځو ترمنځ د مساوی مقام د موضوع په باب بحث وکړ .