<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-18 19:03:15    
د چين خوندور خوراک د مرچ غوښه

cri

ټولو ته معلومه ده چه مرچ نه يوازي يو ډول ښه سبزي دي بلکه هم د مسالې په توګه ډيراستعماليږي ٠ مرچ د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې لکه د جنوبي چين د سيمې ، د جنوبي اسيأ د هند لو پاکستان د لاتيني امريکي د يو شمير هيوادونو د زياتو خلکو خوښيږي ٠ په چين کې خصوصأ د چنوبي چين د سه چوان او هونان په ولايتونو کې دمحلي ځايونو د خلکو په نظر بي د مرچ نه هيڅ خوراک خوند نه لري ٠ نو په دغو ځايونو کې د مرچ اړوند خوراکونه ډير زيات دي ٠ د مرچ غوښه له دغو خوراکونو څخه دي ٠ د مرچ غوښې د پخولو له پاره لومړي دوه سوه پنځه سوه ګرامه د پسه پسته غوښه ، يو يا دوه بادرنګ، لږ څه شين مرچ ، پياز ، ادرک اوږه ، نشاستۍ په دي ډول تيار شي چه د پسه غوښه په کوچيني کوچيني مربع شکل او بادرګ په کوچيني کوچيني مستطيل شکل پري کړۍ، مرچ ټوټه توټه، پياز، ادرک او اوږه ميده ميده کړۍ، ور پسي پياز ، ادرک، اوږه، برابره اندازه مالګه او نشاستۍ او لږي اوبه سره يو ځاي کړۍ چه يوه شيره جوړه شي ، ور پسي په يو ديګ کې غوړي واچوي ، کله چه غوړي سري شي ، غوښه ، بادرنګ، شين مرچ يو ځاي په ديګ کې ولړۍ چه غوښه سره پخه شوي ، سم د لاسه هغه شيره پکې واچوي چه شيره پر نوموړي غوښه، بادرنګ او شين مرچ باندې لږ ټينګ شي ، په دي ډول دغه خوراک تيار شوي دي ٠ د دغه مزدار خوراک جوړونه ډيره ساده ده٠ که په ژمې کې دغه خوراک وخوري ، د صحت له پاره ډير ګټور وي چه نه يوازي غذايت لري بلکه د بندن يخني هم ليري کيداي شي ٠