<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-19 17:58:50    
د چين د خلکو ژور احساسات له راډيوي څپو نه څرګند شوي دي

cri

د هندي سمندري زلزلې او څپو د سختو افتونو د رامنځ ته کيدو نه راهيسي د مصيبتو ځپلو هيوادونو او خلکو حالت د ټولو نړيوالو د زياته توجه سبب شوي او هم د چين د سي ار اي راډيو د ټولو کارکونکو زړه يي تړلي دي ٠ د نوموړي پيښی د رامنځته کيدو نه وروسته د چين د بين المللي راډيو د اته ديرشو بهرنيو ژبو او د چيني څلورو محلي لهجو په نشراتو کې هره ورځ مصيبتو ځپلو هيوادونو ته د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو او د چين د حکومت او د مختلفو محافلو د خلکو له خوا د پيسو او مالونو د برابرريدو په باب زيات راپورونه او خبرونه نشرشوي او نشريږي ٠ د چين د بين المللي راډيو رئيس ښاغلي وانګ ګن نيان وويل چه مصيبت ځپل هيوادونه ټول زمونږ دوست ګاونډي هيوادونه دي او په دغو هيوادونو کې زمونږ د راډيو زيات شمير وفادر اوريدونکي شته ، د اوږدي مودي نه نراهيسي زمونږ ترمنځ نيک روابط ښه ساتل شوي دي ٠ مونږ بايد تر خپلې وسي پوري دوي ته مرستې ورکړو څو چه دوي ژر تر ژره له کړاونو او غمونو څخه بچ شي ٠ د راډيو د رئيس په بلنه د راډيو ټولو کارکونکو تر خپلې وسي پوري خپلې پيسې برابري کړي او کوي يي او په عين وخت کې خپل پوره قوت يي په کار کې اچولي دي او هيله يي وکړه چه د خپلو کوششونو له لارې د مصيبتو ځپلو هيوادو د خلکو له پاره څه خدمتونه تر سره کړي د سنهاله ژبې په خپرونه کې هره ورځ د مصيبتو ځپلو هيوادو په عنوان د همدردي د څرګندولو پيغام نشريږي او په هغه کې ويل شوي چه د چين د بين المللي راډيو د سينهاله د څانګې ټول کارکونکي په دي نسبت چه د هندي سمندري سختې زلزلې او څپو له امله د سريلانکې زر ګونه تنه خلک مړه شوي ، ډيره ژوره خواشيني او همداردي څرګندوي ٠ په پاکستان کې د سي ار اي راډيو نماينده ښاغلي هون لين د نوموړي پيښی د رامنځته کيدو نه وروسته سم د لاسه سريلانکې ته لاړ او ژر لومړني اړوند راپور راډيو ته تسليم کړ ٠ همداشان په هند او تاينډ کې د سي ار اي راډيو نماينده ټول د نوموړي افت د رامنځته کيدو نه وروسته په وخت اړوندو مصيبتو ځپلو سيمو ته لاړل او راډيو ته يي زيات اړوند راپورونه تسليم کړي دي ٠

د سي ار اي راډيو د زياتو اړوندو نراپورونود نشريدو په عين وخت کې بين المللي راډيو ته هم د ډيرو اوريدونکو خطونه رسيدلي دي ٠ په دي مسلسلو ورځو کې د بيلا بيلو هيوادو اوريدونکو په تيره بيا د مصيبتو ځپلو هيوادونو د اوريدونکو خطلونه په پرله پسي توګه د سي ار اي راډيو ته رسيدلي او په هغو کې د چين د حکومت او خلکو د بي الايشه کومکونو په نسبت ډيره مننه يي څرګنده کړې ده ٠ د هند د يو اوريدونکي کلپ رئيس ښاغلي محمود اضمي په خپل تلګرام کې وويل چه د افت د رامنځته کيدونه وروسته د چين حکومت او خلک سم د لاسه د مرستو د برابرولو په کار پيل وکړ او د لومړمنيو ډلو په بين المللي امدادي هيوادونو کې يي شامل و او په وار سره د تايلنډ، اندونيزيا او سريلانکې مصيبتو ځپلو خلکو ته د خوراکونو ، دواګانو او نورو ورځني اړتيا وړ شيانو په ګډون اضطراري مرستې يي برابري کړي دي ٠ په تيره بيا د تحسين وړ خبره دا ده چه د چين حکومت نه يوازي تر ټولو نه لومړي نوموړو مصيبتو ځپلو هيوادونو ته امدادي مالونه برابر کړي بلکه غوره طبي ګروپونه يي هم ور ليږلي دي ٠

د نوموړي افت د رامنځته کيدو نه وروسته د چين بين المللي راډيو د خپل هيواد د نورو څانګو په شان د واقعي تدبيرونو په غوره کولو سره د مصيبتو ځپلو هيوادونو خلکو او د راډيو اوريدونکو ته ژور ه پاملرنه څرګنده کړې ده ٠ په دي بهير کې د راډيو په دننه کې د پيسې د راغونډيدو يو خاص صندوق درول شوي او يوازي په څو ورځو کې څه د پاسه سل زره ژن مين بي يوانه راغونډې شوي دي ٠ د چين د بين المللي راډيو يو مسؤل ښاغلي کون لين باو چه دوه زره ژن مين بي يوانه برارې کړې او لږه موده د مخه سريلانکې ته تازه سفر کړي دي ، وويل کله چه ما هغه خبر واورد چه سريلانکې د نوموړي افت له امله له سختو تاوانونو سره مخامخ شوي ، زړه مي ډير خفه او غمجن شو ، که څه هم زما له خوا وړاندې شوي پيسې زياتې نه دي ، مګر دا د مصيبتو ځپلو خلکو په نسبت زما ژور احساسات تمايندګې کوي ٠