<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-19 18:56:28    
د روزنی او تربيت احسان د مور د محبت نه ادوچت دی .

cri

دغه جمله چه دروزنی او تربيت احسان دمور دمحبت نه اوچت دی ،دهغی جاپانی يتيمی له خوا چه سګايی ميچيکو نوميږی او اوس د شمالی چين دتيان جين په ښار کښی اوسی ، د چينی خلکو څخه دمننی څرګندولو دپاره وويله شوه ، پنځه اويا کلنی سپين سری سګايی ميچيکو داسی وويل چه شپيته کاله دمخه په چين باندی د جاپان له خوا دتحميل شوی جګړی له امله زما کورنی تباه شوه او زه د چينی فوځ له خواومنله شومه . د چينايانو احسان زما له خوا نشی جبران کړی ، ځکه چه دچينايانوله خوا روزل شوی يمه . سپين سری سګايی ميچيکو په ١٩٣١ کال کښی له پلار و مور سره له جاپان څخه د تجارت دپاره دشمال خيتځ چين دهی لونګ جانګ ولايت دهی هه ښار ته ورسيده او په ١٩٤٥ کال کښی چه جاپان په جګړه کښی شکست وخوړ، پلار و مور يی د مجبوريت له مخی په تلوار سره بيرته جاپان ته لاړل او سګايی ميچيکو يوازی په چين کښی پاتی شوه . هغی وويل چه جګړی ما ته نه جوړيدونکی زحمونه رسولی دی ، نو له هغی تيری کوونکی جګړی څخه ډير نفرت کوم . سګايی ميچيکو خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ويی ويل چه د ١٩٤٥ کال د سپټمبر په يوه ورځ کله چه دشمال ختيځ چين دهاربين ښار له يوه ښوونځی څخه بيرته کور ته لاړمه ، ومی ليدل چه په کور کښی هيڅ څوک نه و ،دډيری ويری او

بی چاره ګۍ په حال کښی پاتی شومه ، په هغه وخت کښی زه اتلس کلنه جنۍ وم ،

ور پسی می خبر واخيست چه مور و پلار می بيرته جاپان ته د ستنيدو نه لږه موده

وروسته له دنيا څخه لاړل . د يوازيتوب او بی چاره ګۍ په وخت کښی دچينی فوځ له خوا وساتل شومه ، سګايی ميچيکووويل چه چينی فوځ نه دا چه دشکست خوړونکی هيواد د يوی يتيمی په توګه زما سپکاوی وکړه ، برعکس يی را سره ډيره پاملرنه او مواظبت وکړ .په عسکری کمپ کښی می دچينی ژبی او نورو معلوماتو زده کړه وکړه او ور پسی می کار پيدا کړ او واده می هم وکړ .په ١٩٥٨ کال کښی له خپل چينايی ميړه سره ددايمی استوګنی دپاره د شمالی چين تيان جينګ ښار ته لاړه . يوه چينی اصطلاح ده چه وايی ديوه څاڅکی اوبه غوندی احسان بايد د يوی چينی د اوبو له خوا جبران شی .سګايی ميچيکو وويل چه زما دپاره دچينايانو احسان نه ديوه څاڅکی اوبه غوندی دی . ځکه چه په ژوند کښی له مشکلاتو او ستونزو سره مخامخه شومه ، زيات شمير چينايی ملګرو ما ته د مرستی لاس راکړی و . په ١٩٨٢ کال کښی هغی دمعدی په سرطان اخته شوه .دکامياب عمليات نه وروسته يی دوه کاله کيمياوی تداوی منلی ده او د چينايی ډاکترانو د پاملرنی په اثر له مرګ څخه بچ شوی ده .شل کاله تير شوی دی ، هيڅ پاتولوژيکی تغيير نه دی ليدل شوی . ميرمن سګانی ميچيکو وويل چه په هغه وخت کښی زه يو ځل بيا له خطر سره د چينايی ډاکترانو له خوا را بچ شوی يمه .علاوه پردی ميرمن سګايی ميچيکو چه دعام تيان جينی سره هيڅ فرق نه لری ،د تيان جين څو تنو ښاروالانو هم ورته ډيره پاملرنه ورکړه .

سيګايی ميچيکو هم په خپل شکل ددی سره دچينايانو نيک احساسات او ژوره دوستۍ جبران کړی دی .دی د تيان جين ښار دسرطانی ناروغانو د صفا کولود ټولنی

د دايمی غړی په حيث د زياتو کلونو راهيسی دسرطانی ناروغانو دپاره د بيا روغتيا

موندلو په چارو کښی ډير کوشش کړی او کوی يی . هغه هميشه په روغتونونو او د ناروغانو په کورونوکښی دسرطان سره د مبارزی په جريان کښی تر لاسه شوی تجربی سرطانی ناروغانو ته معرفی کوی او دوی تشويقوی چه له خپلی ناروغۍ سره ټينګه مبارزره وکړی .دغه راز هغه هم دناروغانو دپاره مناسب روغتون پيدا کوی يا دوی ته طبی نسخی او غوره ډاکتران معرفی کوی.علاوه پردی سيګايی ميچيکوهم ټولنی او تصديو ته بلنه ورکوی چه دسرطانی ناروغانو د بيا صفا موندلو دپاره اعانی ټولی کړی . دپورتنيو چاروديادونی په وخت کښی سګايی ميچيکو هميشه داسی وايی چه د چين خلک دجاپانی خلکودپاره ډير داطمينان وړ دوستان اوملګری دی او

هيله منه ده چه دچين او جاپان د دواړو هيوادونو دخلکو ترمنځ دوستی نسل په نسل وساتل شی .