د سين هوا اژانس د خبر له مخی د چين د دولت رييس هو جين تاو او د افغانستان جمهوررييس حامد کرزی د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسی روابطو د ټينګيدو د ٥٠می کاليزی په مناسبت د جنوری په ٢٠ نيټه يو د بل په عنوان تبريکيه تلګرامونه مخابره کړل .
هو جين تاو په تلګرام کی د چين او افغانستان د روابطو لوړه قدردانی وکړه او دا يی څرګنده کړه چه د چين حکومت او خلک به په مداوم ډول د افغانستان د سوله ايز بهير ملاتړ وکړی ، په فعاله توګه به د افغانستان د هيواد د بيا رغاونی په بهير کی برخه واخلی او د افغانستان له حکومت او خلکو سره يو ځای ب په نوی پيړی کی دچين او افغانستان روابط نوی او لوړې مرحلی ته ورسوی .
جمهوررييس حامدکرزی په خپل تبريکيه تلګرام کی دا هيله څرګنده کړه چه د چين او افغانستان ترمنځ دوستانه روابط نورهم ژورتيا او پرمختيا ومومی .