د چين دبينالمللي راډيو د خبر له مخې د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي مناسباتو د ټينګيدود ٥٠ کاليزې د نمانځنې دپاره د خاص يادګاري پاکټ د توزيع کولومراسم د جنوري په شلمه نيټه د چين د بهرنيو چارو په وزارت کې پرځاي شول ٠ د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال لي خوي او په چين کې د افغانستان لوي سفير قيام الدين راي برﻻس په دې مراسمو کې برخه واخيستله ٠
ښاغلي لي خوي په نوموړو مراسمو کې وويل د ١٩٥٥ کال د جنوري په شلمه نيټه دچين او افغانستان ترمنځ سياسي مناسبات په رسمي توګه تاسيس شول ، د هغه وخت نه راهيسي په تيرو ٥٠ کالو کې د چين او افغانستان ترمنځ دوستۍ په پر له پسي توګه انکشاف موندلی او خپله منځي همکاري يې نوره هم ژورتيا موندلې د ه ٠موږ باور لرو چې د افغانستان د حکومت او خلکو د نه ستومانه کيدونکو کوششونو له امله به د افغانستان د سولې او بيا رغونې بهير خامخا پر له پسي انکشاف ومومي ٠
د افغانستان لوي سفير برﻻس وويل د افغانستان او چين ترمنځ دسياسي مناسباتو د تاسيسيدو نه راهيسي د چين حکومت او خلکو هميشه د افغانستان د حکومت او خلکو ټينګ ملاتړ او زياتې مرستې برابرکړې دي ٠ افغانستان د چين غوندي ښه ګاونډي هيواد د لرلو له امله ډير فخر کوي٠