نن د ٢٠٠٥ کال د جنوری شلمه نيټه د چين او افغانستان ترمنځ د سياسی روابطو د ټينګيدو د ٥٠کاليزی سره برابره ده . په دی مناسبت د چين د دولت رييس هو جين تاو او د افغانستان ولسمشر حامد کرزی يو د بل په عنوان تبريکيه تلګرامونه مخابره کړل .
هو جين تاو په خپل تبريکيه تلګرام کی وويل ، د چين او افغانستان د سياسی روابطو د قايميدو د ٥٠ کالو راهيسی د سوله ايز ګډ ژوند د پنځه ګونو اصولو پر بنا د دواړو خواؤ د ګډو هلوځلو له برکته ددواړو هيوادونو روابط د بين المللی اوضاعو او د خپلو هيوادونو د داخلی حالاتو د بدلونونو له ازموينی څخه بريالی وتلی او د پرله پسی انکشاف په حال کی واقع دي . د افغانستان د نوی حکومت د جوړيدو نه وروسته په سياسي ، اقتصادی او داسی نورو ساحو کی د دواړو هيوادونو ترمنځ راکړی ورکړې او همکاری په بيړه اعاده شوې او د چين او افغانستان روابط نوی انکشافی دورې ته داخل شوی دی .
چين او افغانستان د غرونو او اوبو په څيرنژدی دوست ګاوندی هيوادونه دي او د چين او افغانستان ترمنځ د نيک ګاونديتوب ، دوستۍ او د متقابلوګټو پر بنا د همکارۍ ټينګتيا او پرمختيا د چين د حکومت ټاکلی سياست ګڼل کيږی . د چين حکومت او خلک به په مداوم ډول د افغانستان د سوله ايز بهير ملاتړ وکړی ، په فعاله توګه به د افغانستان د هيواد د بيا رغاونی په بهير کی برخه واخلی او د افغانستان له حکومت او خلکو سره يو ځای په نوی پيړی کی دچين او افغانستان روابط نوی او لوړې مرحلی ته ورسوی ترڅو په ګډه سره به د چين او افغانستان د دوستۍ په تاريخ کی نوی پاڼه واړول شی .
ولس مشرحامدکرزی په خپل تبريکيه تلګرام کی وويل ، له لرغونی زمانی نه نيولی تر ننه پوری د افغانستان اوچين ترمنځ دوستی تل د نيک ګاونديتوب ،دوستۍ او د باهمی ګټو پر بنا د همکاری او د يو بل د احترام پراساس ولاړه ده . د افغانستان اسلامی جمهوريت د ژور تاريخی اصلاح په دوره کی واقع دی او مونږ په ټينګ قدم سره د سولی ، ديموکراسۍ او بيا ابادۍ په لور ځو . مونږ د دوستانه چين د بی له ځانی ګټې مرستی لوړه قدردانی کوو او هيله من يو چه د دواړو هيوادونو ترمنځ دوستانه روابط نورهم ژورتيا او پرمختيا ومومی .
د چين د دولت مرستيال جن چينګ هونګ او خارجه وزير لی جاو شينګ او د افغانستان د دولت د رييس مرستيالانو ضيا ال مسعود اوکريم خليلی او د بهرنيو چارو وزيرعبدالالله عبدالالله هم د يو بل په عنوان تبريکيه تلګرامونه مخابره کړی دی .