ګرانو اوريدونکو ، نن د٢٠٠٥کال د جنوری شلمه نيټه دچين او افغانستان ترمنځ د سياسی روابطو د ټينګيدو د ٥٠می کاليزی سره برابره ده . په بل عبارت د ١٩٥٥ميلادی کال د جنوری په ٢٠ نيټه دواړو هيوادونو په جلا جلا توګه په بيجينګ او کابل کی خپل لوی سفارت پرانستلی دی . دنوموړی بختوری ورځی د نمانځلو لپاره نن ماښام په بيجينګ کی له خارجی هيوادونو سره د چين د خلکو د دوستی د ټولنی لخوا يوه درنه ميلمستيا جوړه شوه . د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې مرستيال بای لی چن ، د خارجه وزارت مرستيال وو دا وی او په چين کی د افغانستان لوی سفير ښاغلی قيام الدين رای برلاس او په بيجينګ کی د کور ديپلوماتيکو هياتونو رييسانو او نورو اړوندو شخصيتونو چه شمير يی نژدی دوو سوو تنو ته ورسيد، د بلنی په اثر پکی ګډون وکړ . له خارجی هيوادونو سره د چين د خلکو د دوستی د ټولنی رييس چينګ هاو سو او ښاغلی لوي سفير قيام الدين رای برلاس پکی له تودو احساساتواو دوستۍ نه ډکه ويناوی وکړې او په هغو کی يی د چين او افغانستان ترمنځ دوستی ډيره ستايلی ده .