<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-20 20:50:04    
د چين او افغانستان ترمنځ د سياسی روابطو د ټينګيدو د ٥٠ می کاليزی د نمانځنی لپاره ميلمستيا په بيجينګ کی جوړه شوه

cri

نن د٢٠٠٥کال د جنوری شلمه نيټه دچين او افغانستان ترمنځ د سياسی روابطو د ټينګيدو د ٥٠می کاليزی سره برابره ده . په بل عبارت د ١٩٥٥ميلادی کال د جنوری په ٢٠ نيټه دواړو هيوادونو په جلا جلا توګه په بيجينګ او کابل کی خپل لوی سفارت پرانستلی دی . دنوموړی بختوری ورځی د نمانځلو لپاره نن ماښام په بيجينګ کی له خارجی هيوادونو سره د چين د خلکو د دوستی د ټولنی لخوا يوه درنه ميلمستيا جوړه شوه . د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې مرستيال بای لی چن ، د خارجه وزارت مرستيال وو دا وی او په چين کی د افغانستان لوی سفير ښاغلی قيام الدين رای برلاس او په بيجينګ کی د کور ديپلوماتيکو هياتونو رييسانو او نورو اړوندو شخصيتونو چه شمير يی نژدی دوو سوو تنو ته ورسيد، د بلنی په اثر پکی ګډون وکړ . له خارجی هيوادونو سره د چين د خلکو د دوستی د ټولنی رييس چينګ هاو سو او ښاغلی لوي سفير قيام الدين رای برلاس پکی له تودو احساساتواو دوستۍ نه ډکه ويناوی وکړې او په هغو کی يی د چين او افغانستان ترمنځ دوستی ډيره ستايلی ده .

ښاغلی چينګ هاو سو لومړی د خپلی وينا په ترڅ کی وويل _

نن ورځ د چين او افغانستان ترمنځ د سياسی روابطو د قايميدو له ٥٠ می کاليزی سره مصادفه ده . مونږ په خوشحالۍ سره راغونډيږو او دغه ورځ په ګډه نمانځو چه د چين او افغانستان د دواړو هيوادونو په تاريخ کی ستر اهميت لری .

هغه وويل چه چين او افغانستان دواړه لرغونی تاريخ لری او د کلونوکلونو نه راهيسی ددواړو هيوادونو خلکو په راکړو ورکړو پيل وکړ . دوريښمو لرغونی

لارې چه په دنيا کی ډير شهرت لری ، چين او افغانستان سره ټينګ تړلی دی . د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته افغانسان له هغو هيوادونو څخه وشميرل شو چه ډير وختی يی چين په رسميت سره پيژندلی دی . د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسی روابطو د ټينګيدو د ٥٠ کلونو نه راهيسی که څه هم د ذات البينی مناسباتو دسالمی ودې په ضمن کی کږليچونه هم پيدا شوی ، حتی يی د يوی مودې لپاره قطع شوی و ، خو د چين او افغانستان د خلکوترمنځ دوستانه احساسات هم تل ساتل شوی دي . د چين حکومت تل د افغانستان ملی حاکميت ، ځمکنی بشپړتيا او د هيواد د ودانولو د لارې په هکله د افغان خلکو ټاکنی ته د احترام په سترګه ګوری .

زمونږ لپاره د خوښی وړ خبره دا ده چه د نوی پيړۍ درشل ته د داخليدو نه وروسته افغانستان د هيواد د بيا ودانولو او سمسورولو په نوی بهير پيل وکړ او د چين او افغانستان ترمنځ د دوستانه همکارۍ روابط هم نوی مرحلې ته رسيدلی دی . لږه موده دمخه د افغانستان عمومی انتخابات په بريالی ډول سرته رسيدلی او حامد کرزی په سالم ډول د ولسمشر په توګه انتخاب شوی دی چه دا د افغانستان د سولی او بيا رغاونی په بهير کی يوه مهمه نښه ګڼل کيږی . مونږ يقين لروچه د ولسمشر کرزی تر لارښوونی لاندی به افغان خلک د جګړو دکړاونو او غمونو څخه بچ کړی شی او ددوی په وړاندی به نوی او روښانه راتلونکی راښکاره شی او له خپل لرغونی وطن څخه به يو سوله ايز ، ازاد او سمسور هيواد جوړ کړی .

چين او افغانستان د پرمختيايی هيوادونو په توګه زيات ګډ ټکی لری . زمونږ د دواړو هيوادونو په وړاندی د اقتصادی ودې د چټکولو او د خلکو د ژوندانه د

سويی د لوړولو مشترکی دندې موجودی دی . د دواړو هيوادونو ترمنځ د نيک ګاونديتوب ، دوستۍ او د باهمی ګټوپر بنا د همکارۍ د روابطو پياوړتيا نه يوازی د دواړو هيوادونو د خلکو له اساسی ګټو سره سمون خوری ، بلکه د خپلی سيمی د سولی او ثبات لپاره هم ګټوره ده . له خارجی هيوادونو سره د چينی خلکو د دوستۍ ټولنه تل د مختلفو هيوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ ټينګول د خپلی لومړنی دندې په توګه ګڼی . ښاغلی وويل _

مونږ غواړو چه له افغان دوستانو سره يو ځای د دواړو هيوادونو د دوستۍ د ژوری پرمختيا ، د نړيوالی سولی د ساتنی او دمشترکی ترقۍ د چټکتيا لپاره خپل خدمتونه سر ته ورسوو .

د افغانستان لوی سفير ښاغلی قيام الدين رای برلاس لومړی د خپلی وينا په ترڅ کی د چين او افغانستان ترمنځ د دوستانه راکړو ورکړو تاريخ بيا راياد کړ او ورپسی يی وويل _ د ١٩٤٩کال د اکتوبر په لومړی نيټه د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه راوروسته د چين او افغانستان ترمنځ روابط يوی نوی دورې ته داخل شوی او دواړو خواؤ په سياسی ، اقتصادی او فرهنګی برخو کی خپل منځی همکاری او باهمی تفاهم پياوړی کړی دی . افغانستان تل د يوه چين د پيژندنی پر پاليسی باندی ټينګارکوی او د ملګرو ملتو په موسسه کی يی د چين د قانونی چوکۍ د اعادی ملاتړ وکړ . د دواړو خواؤ د مشرانو ترمنځ دايمی تګ راتګ د افغانستان او چين د روابطو لپاره بنسټ کيښودلی دی . د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر ، پخوانی صدراعظم محمد داؤد او پخوانی خارجه وزير محمد نعيم چين ته سفرونه کړی ؤ . دغه راز د چين د دولت پخوانی رييس ليو شاو چی ، پخوانی صدراعظم جونلای او پخوانی خارجه وزير چينګ يی هم د افغانستان محترم ميلمانه شوی ؤ . په حقيقت کی د افغانستان او چين ترمنځ دوستانه روابط په خپله سيمه کی د ګاونديو هيوادونو د روابطو نمونه ګڼله کيږی . د شل کلنی جګړې په اوږدو کی افغانستان بيخی وران او ويجاړ شوی او خلکو يی زيات کړاونه او ربړونه ګاللی دی . د زياتو کلونو نه راهيسی چين د افغان خلکو له لږو ملاتړکوونکو هيوادونو څخه شميرل کيږی او په دی بهير کی هيڅکله خپلی مرستی سپما نه کوی .

په افغانستان کی د بيلا بيلو تروريستی موسسو په ړنګيدو او د موقتی حکومت په جوړيدو سره بين المللی ټولنی پريکړه وکړه چه د هيواد د بيا رغاونی لپاره افغان خلکو ته مرسته برابره کړي . چين د افغانستان د بيا ابادۍ په بهير کی فعاله برخه اخيستی او د بسپنی په توګه يی ١٥٠ مليونه امريکايی ډالره ورکړی دی . چين له افغانستان سره يو ځای تروريستی ، افراطی او تجزيه غوښتونکو قواؤ ته چه د خپلی سيمې د سولې او استقرار د تهديد سبب دی ، ضربت رسولی او رسوی يی . د ٢٠٠١ کال د دسمبر په مياشت کی د افغانستان د موقتی حکومت جوړشو ، د توکيو په غونډه کی د ګډون نه وروسته چين ته د رييس حامد کرزی دسفر او د چين د دولت له پخوانی رييس جيانګ زه مينګ سره دده د کتنی ، افغانستان ته د تانګ جيا سيوان د رسمی مسافرت او چين ته د افغانستان د دولت درييس د وکيل او خارجه وزير د رسمی سفرونو له برکته په ځانګړی ډول د دواړو هيوادونو ترمنځ عنعنوی دوستۍ نوره هم ټينګه او پياوړی شوی ده .

ښاغلی لوی سفير د خپلی وينا په پای کی وويل -

د چين او افغانستان د سياسی روابطو د ټينګيدو د ٥٠می کاليزی په موقع کی

زه باور لرم چه د دواړو هيوادونو مشران به د خپلی سيمی د سولی او ثبات د

ټينګتيا او د دواړو هيوادونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ د نژديوالی لپاره زيار وباسی . زما هيله دا ده چه د دواړو هيوادونو راتلونکی نسل به د پيشقدمينو د عنعناتو پر اساس د تل لپاره د دواړو هيوادونو ترمنځ دوستی وساتی .