<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-21 16:49:24    
د چين کلتوری حلقه په هندی بحر کی د زلزلې او سختو سمندری څپو په اثر مصيبت ځپلو سيمو ته زيات شمېر امدادی بسپنه ورکړه.

cri

په هندی بحر کی د زلزلې او سختو سمندری څپو په اثر چی د ٢٠٠٤م کال د دسمبر په ٢٦ مه نيټه سهار وختی پېښ شوی، تر اوسه پوری يو لک پنځوس زره تنه مړه او څو مليونه تنه بی کوره شويدی او له دې امله مستقيم اقتصادی تاوانونه ديارلسو مليارډو شپږو سوو مليونو امريکايی ډالرو ته رسېدلی دی. په دې وروستيو ورځو کی د کلتوری حلقې په شمول د چين د مختلفو محافلو شخصيتونو په فعاله توګه مصيبت ځپلو سيمو ته بسپنې ورکړې چی په دې جمله کی تر ټولو نه لوی فعاليت د چين د سره صليب ټولنې او د چين د مرکزی ټليويزيون په شمول د ځينو مربوطو څانګو تر رياست لاندی د چينايانو د زړه سواندۍ او خواخوږۍ د څرګندولو دپاره يو هنری نمايش و چی د جنوری په شپږمه نيټه ماښام د بېجينګ د کارګرو په ستېديوم کی جوړ شو.

دا يو يو خيراتی نمايش و او د چين د لويې وچی، هانکانګ او تايوان برخه والو هنرمندانو په وړيا توګه نمايشونه وړاندی کړل او پخپله خوښه يی مصيبت ځپلو سيمو ته بسپنې ورکړيدي. د خبر له مخی د چين د مشهورو ديرېکترانو او هنرمندانو په شمول څه دپاسه سل تنو نامتو شخصيتونو په دغه نمايش کی ګډون درلود. په دغه نمايش کی د مصيبت ځپلو خلکو دپاره څه دپاسه ديرش مليونه ژن مين بی يونه پيسی ټولی شوی چی د جنوب ختيځی اسيا مصيبت ځپلو خلکو ته د ورکولو دپاره د چين سره صليب ټولنې ته وړاندی شويدي.

د جنوری په ٧مه نيټه د هانکانګ د هنرمندانو د ټولنې په ترتيب د چين د لويې

وچې، مکاو او تايوان څخه راغلو هنرمندانو د هانکانګ له محلی هنرمندانو سره يوځای د هانکانګ په د فوټبال په لوی ميدان کی يو خيراتی هنری نمايش جوړ کړ او د دې نمايش له لاری څه نا څه شپږ ديرش مليونه او څلور لکه هانکانګی ډالره پيسې راغونډی شوی دي.

علاوه پر دې د چين يو شمېر ديريکترانو او هنرمندانو په پر له پسی توګه مصيبت ځپلو سيمو ته بسپنې ورکړيدي او په دې جمله کی د چين د فلم مشهور ديريکتر جانګ يی مو مصيبت ځپلو سيمو ته دری لکه ژن مين بی يونه ورکړي چی د چين د لويې وچې له ټولو هنرمندانو څخه ډېر زيات دی، د چين د هانکانګ مشهور هنرمند چين لونګ هم ژمنه وکړه چی د پنځه لکو ژن مين بی يونو په ارزښت بسپنه ورکړی. د چين د تايوان کلتوری حلقې د مشهورې هنرمندې جانګ ای جيا په مشرۍ څه دپاسه شل تنه هنرمندانو بسپنې ورکړيدي او تر اوسه پوری يی دوه څلويښت مليونه پنځه لکه نوی تايوانی يونه راغونډی شويدي.