<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-21 17:46:20    
د چين لومړني امپراطور چين شي هوانګ

cri

د چين د لومړني فيوډالي امپراطوري دولت يعني د چين د امپراطوري سلسلې لومړني امپراطور چين شي هوانګ د ٢٥٩ ميلادي کاله دمخه د چين په نامه ملک کې يعني د اوسني چين د شان شي په ولايت کې وزيږيد ، پلار يې ددې ملک شاهزاده و ، دده نوم اينګ جنګ و ، د اينګ جنګ د زيږيدو په موده کې زيات ملکونه موجود وو ٠ هغوي هميشه د خپلو ملکونو د مساحت د پراخيدو دپاره يو د بل سره جکړې کولې ٠د چين انګ جينګ پلار له ټولو کوچنيو ملکونو څخه يو قوي ملک و ، په هغه وخت کې د چين په نامه ملک واکمن جوانګ سيانګ نوميده ، هغه د قانوني نظرياتو سره سم د خپل ملک اداره کوله ، د خپل ملک د پياوړتيا دپاره شاهزاده جوانګ سيانګ په خپل ملک کې په اصلاحاتو ﻻس پوري کړ ، نو په دې وجه چين ملک ورو ورو نور هم قوي شو ٠ اينګ جنګ په همدې وخت کې وزيږيد ، د ٢٤٦ ميلادي کال نه دمخه چې اينګ جينګ ١٣ کلن شو، هغه د خپل پلار پرځای د ملک د شاهزاده په توګه وټاکل شو ٠ د اتو کالونه وروسته يعني هغه يوويشت کلن و اينګ جنګ د خپل ملک د لوي او غښتلي کيدو او د يو لوي دولت د جوړولو دپاره هغه د نورو ملکونو سره د لسو کلنو جګړووکړې ، په پاي کې اينګ جنګ نور کوچني او لوي ملکونه محوه کړل او له خپل ملک څخه يې يو لوي، واحد او مترمرکز قدرت لرونکي فيوډالي امپراطوري دولت جوړکړ٠دا لومړني لوي دولت و ، څرنګه چې د اينګ جنګ د پخواني ملک نوم چين و ، نو ځکه هغه د لوي دولت د جوړولو نه وروسته خپل دولت ته د چين نوم ورکړ ٠ د هغه وخت نه وروسته د چين نوم تر اوسه پوري راپاتي شوی دی ٠ اينګ جنک هم د چين په تاريخ کې د لومړي متمرکز قدرت

لرونکي فيوډالي هيواد امپراطور وشو ٠ هغه خپل ځان لومړني امپراطور يعني د چين شي هوانګ باله ٠

د چين د وحدت د ترسره کيدو نه وروسته چين شي هوانګ د خپل هيواد د يووالي د ساتنې دپاره په ګرد هيواد کې په يو لړ مهمو اصلاحاتو ﻻس پوري کړ ٠او پخواني زاړه قوانين ، قاعدې او مقررات يې ټول هيسته کړل او يو لړ نوي قوانين ، قاعدې يې جوړې کړې ، چين شي هوانګ پخواني ملکونه په ٣٦ ولايتونو او ښارونو بدل کړل او محلي حکومتي مامورين يې وټاکل ، دغه راز ټول کارونه بايد د ده لخوا د منظورولو نه وروسته ترسره کيدل ٠

برسيره پر دې چين شي هوانګ په ټول هيواد کې خط ، پول او اندازه ګيري چې پخوا په بيلابيلو ملکونو کې په مختلفو شکلونو سره ترسره کيدل يوشان او واحدکړل ، د دغو مهمو او ژور اغيزه ناکو ترتيباتو د نيولو له امله د چين د وحدت د دوام دپاره ښه بنسټ ايښودل شو٠

چين شي هوانګ د بهرنيو تيريو د مخنيوي دپاره حکم ورکړ چې د پخوانيو ملکونو لخوا جوړشوي يو يو ديوالونه سره يوځای شي او نور نوي ديوالونه هم جوړشي ، کله چې پخواني او نوي جوړشوي ديوالونه سره يوځای شول ، يو ډير ستر او لوي ديوال په چين کې رامنځته شو چې خلکو دې ديوال ته لوي ديوال ويل ، دا لوي ديوال تراوسه پورې راپاتي شوی او په نړۍ کې د اوو اعجازوڅخه شميرل کيږي،

علاوه پر دې چين شي هوانګ د خپل هيواد د مساحت د پراخيدو دپاره په پر له پسي توګه د چين په شمال او جنوب کې په جکړو ﻻس پوري کړ چې په نتيجه کې د چين د امپراطوري دولت مساحت نور هم پراخ شو٠

د ميلادي ٢١٠ کال نه مخکې چين شي هوانګ د ناروغي په اثر د ٤٩ کالو په عمر مړشو٠ چين شي هوانګ د چين په تاريخ کې يو لوي او مهم امپراطور و ، هغه يو واحد چين او متمرکز قدرت لرونکي نظام جوړکړ، دا د چين د تاريخ د پرمخبيولو دپاره ستر رول لوبولی او ژوره اغيزه يې ورباندې کړې وه ٠ د چين شي هوانګ لخوا جوړشوي سياسي او کلتوري اواقتصادي نظامونو د چين د ٢١٠٠ کالو د پروډالي امپراطوري سلسلو د دوام دپاره کلک بنسټ ايښی دی ، چين شي هوانګ په خپل ټول عمر کې سترې کارنامې ترسره کړې او يو لړ د خلکو لخوا د نفرت او کرکې وړ کارونه هم کړي وو ، خو ويل کيږي چې هغه يو ستر امپراطور و ٠