
ګرانو اورېدونکو، ځينو اورېدونکو په خپلو ليکونو کی د چين د اوريښمو د لارې سره علاقه ښودلی ده . دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به زه د چين د اوريښمو د لارې د نوم د ټاکنی په باب څه معلومات وړاندی کړم .
د څو سوو کلونو نه مخکی د دې لارې په باب کوم واحيد او خاص و ټاکل شوی .په ١٨٧٧ کال کی د المان جغرافيا پوه ريچزوفون د چين په نامه په خپل کتاب کی د لومړی ځل دپاره هغه لاره د اوريښمينې لارې په نامه ليکلې، کوم چه د چين د خان په سلطنتی زمانه کی د منځنی اسيا د جنوبی سيمو ، لويديځی سيمواو هند سره د چين د اوريښمو په عمده تجارت ترانسپوتی لارو ته د اوريښمو لاره وبلله . له دې نه وروسته د المان تاريخی پوه حيرمان د چين او سوريی تر منځ د لرغونی اوريښمينې لارې په نامه کتاب کی چه په ١٩١٠کال کی چاپ شو د لرغون پيژندنې په باب د نويو پيدا شويو موادو سره سم د اوريښمو د لارې اساسی محتوا وټاکله چه دغه لاره د لرغونی چين څخه د منځنی اسيا ، جنوبی اسيا او لويديځی اسيا له لارې اروپا او شمالی افريقا ته تجارتی لاره ده . د چين ډير اوريښمين او اوريښمينو توليدات له دې لارې لويديځو سيمو او هيوادونو ته ورسول شول ، نو ځکه دا لاره اوريښمينه لاره وويله شوه .
(( اوريښمينه لاره )) يو مناسب نوم دی . په لرغونی نړۍ کی چين يو داسی هيواد و چه تر نورو نه مخکښی يی د تات ونی کښندولی د اورښمو چنجی يی وروزل او اوريښمين ټوکران يی واوبدل . په نژديو کالو کی د چين په بيلا بيلوسيمو کی د
لرغون پيژندنې له کشفاتو څخه څرګنده شوی ده چه دری زره ٥سوه کاله مخکښی په لرغونې چين کی د اورښمو ټوکرانو د اوبدلو تخنيک پيدا شو او له هغه وخت نه وروسته په زرو کلنو کی دغه تخنيک نسبتاُ يوی لوړی سويی ته رسيدلی و.
تر اوسه پوری نړيوالو خلکو ته د چين اوريښمين توليدات د چين له خوا له وړاندی شويو ډيرو مهمو توليداتو څخه شميرل شوی دی .
د زياتو کلونو راهيسی ډيرو پوهانو وغوښتل چه دې لارې ته نورو نومونه ورکړی ، لکه د کاڼی لاره ، بودايی لاره ، د چينی بابو لاره او داسی نور ، مګر داسی نومونه يوازی د دې لرغونی لارې يوه برخه منعکسوی ، نو ځکه دوی د ((اوريښمينې لارې )) نوم ځای نه شی نيولی .