سحر به ګلو غزونې وکړې
لمر به دچم پر تندي وځليده
لاهوتي تاج به د زرینو وړانګو
د هر حرم پر تندي وځلیده
---
د ژوند نغمې به نڅیدلې پکې
زمونږ په کلي کې به شور جوړ شو
چې د فطرت البم کې نه ؤ موجود
ترینه به داسې یو انځور جوړ شو
---
هلته به پیل شوه بې الفاظوژبه
سترګو به سترګو ته پیغام ورکړ
په الطهور به لمبیده محبت
حیا به هر زلمي ته جام ورکړ
---
پیغلې به ووتې د فصل په خوا
په نرمو ګوتو یې ساګونه کتل
ځینو به بل څه بل څه فکر کاوه
د چا لپاره یې ګلونه کتل
---
چا به پر بام ګلو کې لاس واهه
پرې نګهتونه د لالي وریدل
کله نا کله به پر تنګو کوڅو
پاس له اسمانه کشمالي وریدل
---
سترګو به سترګو سره جنګ کولو
هغه د امن زمانه وه هلته
د نظر میو به رنګونه کرل
د الطهورو میخانه وه هلته
---
ها مازدیګر به د ګودر په طرف
یوه د زاڼو سلسله وه هلته
بازان به لوړو باندې لرې ناست ؤ
خو دې حیا به فاصله وه هلته
---
په پاڼه پاڼه چې یې ډیر څه لیک ؤ
اوبو به داسې سره ګلونه راوړل
یوه کشتۍ چې له کاغذجوړه وه
هغې د عطرو بوتلونه راوړل
---
منګي به لرې ترې اوبو وړي ؤ
دوی به رنګینې خاطرې ویلې
همزولو نجونو به پر مینه مینه
په داودي آواز ټپې ویلې
---
خلاص ؤ مشرانو ته د زړه غوږونه
زمونږ حجرې نه به یونان جوړ شو
د الهامي خبرو نور وریده
له هر سړي به سخندان جوړ شو
---
د چم زلمو به ټنګ ټکور جوړ کړ
د بام په سر به سره لمبه بلیده
ادم به تار کې سره اورونه کرل
د درخانۍ به لوپټه بلیده
---
اوس هم که لاړ شې هغه وران کلي ته
هوا په هغو لوپټو لګیږي
خو اوس د نجونو په سرونو نه دي
د مزارونو په جنډو لګیږي
---
هغه ګودر هم شهید شوی دی اوس
په وینو سور هغه زرین مازدیګر
وختونه ځي راځي خو هیڅ نه راځي
هغه رومان هغه رنګین مازدیګر
---
د بارودي خامار به څه ووایم
هم یې نغمې هم یې شباب خوړلی
د درخانۍ ادم کیسه پاتې ده
اور د ټپو سره رباب خوړلی
---
اوس مر غلرې نجونې ورکې ښکاري
د ننګرهار په غاړه هار نشته
هغه اسمان دې هغه ځمکه لري
خو همیشه پکې بهار نشته