<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-23 18:37:45    
په افغانستان کی نوی ملی سرود را منځته شو

cri

څه د پاسه دری کلونه کيږی چه طالبان نسکور شوي او په افغانستان کی بيارغاونه د ښه پرمختګ په حال کی ده ٠ اوس د دې هېواد نوی ولسمشر انتخاب شوی او نوی حکومت جوړ شوی دی ، خو ملی سرود يی هم هغه پخوانی ملی سرود دی ٠ په دی ورځو کی د افغانستان حکومت اعلان وکړ چه نوی ملی سرود به ژر وټاکل شی او امکان شته چه د جنوری په پای کی به په افغانستان کی نوی ملی سرود را منځته شی٠

په تير ډوبی کی د افغانستان د کورنی چارو وزارت د نوی ملی سرود لپاره د شعرونو په راټولولو پيل وکړ او په داخل او بهر کی يی د افغانی شاعرانو او ليکوالانو څخه غوښتنه وکړه چه په فعاله توګه په دې فعاليت کی ګډون وکړی٠ د څو مياشتو نه وروسته ، د افغانستان د نوی ملی سرود لپاره د شعرونو د انتخاب کميټی چه د څلويښتو غړو په شمول د افغانستان د بيلا بيلو مليتونو نمايندګی کوی ، يو سل اشعار تر ﻻسه کړيدی٠ په اخر کی د افغانستان د مشهور شاعر حبيب الله رفيع له خوا ليکل شوي شعر د افغانستان د نوی ملی سرود په حيث وټاکل شو٠

دا دوهم ځل دی چه شاعر حبيب الله رفيع خپل شعر د افغانستان د ملی سرود په توګه انتخاب شو٠ کله چه په نونس سوه دری اويايم کال کي د ظاهر شاهي رژيم د داود لخوا نسکور شو او جمهوريت تاسيس شو ، د افغانستان د ملي سرود شعر هم

د حبيب الله رفيع لخوا وليکل شو چه دغه ملي سرود تر نولس سوه اته اويايم کاله پوری استعماليده ٠

د خبر له مخی، د افغانستان د نوی ملی سرود د شعر لومړني برخه لا هم د داود په وخت کي د ملي سرود د شعر سره يو شان دي او د ملي سرود نوي شعر به د ولسمشر حامدکرزۍ د منظوری نه وروسته د رواني مياشتی په اوږدو کی خپور شی٠ د روانی مياشتی په وروستيو ورځو کی به ټول افغانی کمپوزران سره يو ځای د نوی ملی سرود لپاره کمپوز کړی ٠ که هر شی تيار وی، د روانی مياشتی په پای کی به په افغانستان کی نوی ملی سرود را منځته شی٠ د يادونې وړ خبره دا ده چه نوي ملي سرود به په پښتو ژبه وويل شي ځکه چه پښتو ژبه په اساسي قانون کي د لومړي رسمي ژبې په حيث پيژندل شويده ٠