<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-23 19:23:20    
ځانخوښي

cri

که له ما نه څوک وپوښتي چې بدمرغه ځوانان څوک دي، څه ځواب ورکړم؟ ووايم چې تنګ لاسي ځوانان بدمرغه دي يا هغه څوک چې ناروغه، بې وځله، زشت او يا بېعقله دي؟ خير هيڅ يو ددغو نه بدبخته او بدمرغه نه دي. دوي ټول د خپل تر وسې ټولنې ته ګټه ور او نېکمرغه دي. خو يواځې هغه ځوانان چې متکبره، ځان مننونکي او ځانخوښه دي او تل د خپل سود په هکله اندېښمن دي، هيڅکله نيکمرغه او راضي نه ښکاري. ښکاره خبره ده چې دا هغه خلک دي چې تل د خپلې خوشحالۍ په لاره کې ستړي او تل خپل ځان خوښوي. همدغه خلک پخپل ژوند کې ډيره کمه خوشحالي او نيکمرغي ويني. هيڅ يو انسان به حقيقي سعادت ته ونه رسيږي خو تر څو چې نورو ته د سعادت ورکولو او جوړولو نه وي. دا دی اوس د ورځيني سعادت تر لاسه کولو لپاره تاسو ته يوه نسخه درکوم. که ټول خلک په دغې نسخې عمل وکړي نو ډير وخت به نه وي تير شوی چې د ډيرو خلکو ناسازۍ، سستي او تريخواله له مينځ نه ولاړې شي. هره ورځ چې له خوبه راويښېږۍ له ځانه سره هوډ وکړئ چې هماغه ورځ به يو مخلوق د خدای خوشحاله کوئ. دا يو ډير آسانه کار دی. د يو حاجتمن (اړمن) حاجت ترسره کړئ . زړه سواندو خبرو سره د يو بيچاره غم له زړه نه يې پورته کړئ نيکي که څومره هم کمه وي د يو چا په مقابل کې يې ترسره کړئ. همداسې نور رفاهي کارونه کافي دي چې زمونږ د ګاونډيو دردونه کم کړي او د هغوي خوشحالي ورزياته کړي او همدا راز مونږ ته هم روحاني خوښي راوبښي.

خپلو زړونو ته ورزده کړئ چې تر ټولو لومړۍ د نورو په فکر کې اوسي او په آخر کې خپل په فکر. بښنه، درګذر، تواضع او مروت زده کړئ. ډير ژر به پدې پوه شئ چې يو چا ته د يو څه په ورکړه کې ډير خوښي محسوسيږي .

ځانخوښي چې شي د خوی برخه په ژوند ــــــــــــــــــــ تل به پاتې شي تر مرګه څوک دردمند