<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-24 18:32:54    
په بيجينګ کښی د پان جيا يوان دزړو شيانودخرڅولو بازار .

cri

د بيجينګ د رهنما په نقشه کښی چه د نړۍ په زياتو هيوادونو او سيمو کښی چاپه شوی ده ، د لوی ديوال ، امپراطورۍ ماڼی او د ډوبی ماڼۍ او نورو نامتو منظره دارو ځايونو نه پرته يوه د توجه وړ علامه شته او چه د بيجينګ په ختيځ کښی د پان جيا يوان د زړو شيانودخرڅولو بازار دی .کله چه شنبه او يکشنبه رارسيږی ،د نړی او د چين د بيلا بيلو ځايونو څخه راغلی سيلانيان په خاص ډول دغه بازار ته ځی ، په دلچسپۍ سره يی دچين د بيلا بيلو ځايونو ذخيره شوی شيان او فولکولوری هنری توليدات اخلی .

د امريکی ميرمن ګايل کوهين له دغو سيلانيانو څخه يوه ده هغی وويل په رهنمايی کتاب کښی ويل شوی چه بيجينګ يو ډير ښکلی ښار دی . ما د ونو د پوستکی څخه جوړ شوی قديمی تصوير ليدلی دی چه ډير په زړه پوری ښکاری

دپان جيا يوان د زړو شيانو د خرڅولو بازار ځکه زيات خلک ځانته را جلب کړی دی ، علت يی دا دی چه خلک نه يوازی له دغه ځای څخه هغه زيات چينی فولکولوری هنری توليدات او د ساتلو وړ شيان اخيستلی شی کوم چه کيفيت يی ښه او نرخونه يی ارزان دی ، بلکه به امکان موجود وی چه د ډير لږ شمير پيسو په مصرفولو سره له دغه بازار څخه دچين د مشهورو شخصيتونو له خوا کښل شوی تصويرونه او ريښتيانی هنری توليدات تر لاسه کړی .

ښاغلی څوی سينګ وی چه د پان جيا يوان د بازار د اداری وظيفه په غاړه لری ، زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چه په دغه بازار کښی هره ورځ په هنری

توليداتو کښی زيات پانګه اچوونکی په ځيرځير د پرچون هر يو دکان ګوری او په دقت سره د تجارتی مالونو څيړنه کوی . زياتو ذخيره کوونکو خپل د دلچسپی وړ شيان را کشف کړی دی . هغه وويل تکړه اخيستونکی او ذخيره کوونکی د سهار په څلورو نيمو بجو دغه بازارته راغلی دی . دوی په ذخيره شويو شيانوډير ښه پوهيږی ، د شيانو د ذخيره کيدو اندازه يۍ په پر له پسی ډول زيات شوی دی او دغه شيان او مالونه د پان جيانګ يوان د زړو شيانو له بازار څخه اخيستل شوی دی .

که څه هم پان جيا يوان د زړو شيانو بازار دی ، خو په حقيقت کښی پکښی ډير زيات شيان او مالونه ليدل کيږی . مثلا قديمی مفروشات، قديمی کتابونه او تصويرونه ،عقيق او يشم سبز ، چينی باب ، سکه ، مذهبی شيان ، ملی جامی او داسی نور .

نن ورځ د پان جيا يوان بازار چه مساحت يی پنځوسو زرو مربع مترو ته رسيږی

په چين کښی د زړو شيانو ، ذخيره شوی شيان او فولکلوری هنری توليداتو د خرڅولو تر ټولو نه لوی بازار ګرځيدلی دی او په اسيا کښی دزړو شيانو د خرڅولو تر ټولو نه لوی بازار هم دی .اوس په دغه بازار کښی څه د پاسه څلور زره دپرچون دکانونه شته او څه نا څه لس زره تنه خلک پکښی کار کوی .

د پان جيا يوان دزړو شيانو په بازار کښی مشتريان به نه يوازی نادر جواهر او ارزښتناک شيان پيدا کړی ، بلکه د چين فولکولوری او هنری توليدات وګوری .مثلا ښکلی چينی باب ، ځانګړی خصوصيت لرونکی تصويرونه ، کوچنی پيپونه او داسی نور .دغه شيان دچين دعنعنوی ظريف او ارسی توليدات هم پيدا کيږی . ښاغلی وانګ ځينګ شينګا چه د تصويرونو په سوداګری بوخت دی خبريال ته وويل

دغه تصويرونه په عمده ډول د رنګونو او خطونو له لاری دچين قديمی تمدن