<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-24 19:26:02    
اوږد عمر او خوراکونه

cri

د اړوندو کارپوهانو د تازه څيړنې له نتيجې څخه څرګنده شوې چه د ماهي غوښه ، تور رنګ چاکليت ، بيلا بيلې ميوې ، ډول ډول سبزي ، اوږه او بيلا بيلې وچي ميوي د انسان عمر د اوږدولي له پاره ډير ګټور خوراکونه دي ٠ نوموړي خوراکونه د نارينه و د عمر شپږ کالونه او د ښځو د عمر پنځه کالونه اوږدولي شي ٠ د هالنډ د يو نامتو پوهنتون د اعلان شوي څيړنکي نتيجې له مخې د نوموړو خوراکونو په معقول ډول خوړل به د انسان له پاره د زړه او د وينې د رګ په ناروغيو کې د اخته کيدو خطرونه په سلو کې شپړ اويا کمولي شي ٠ دغه راز د څيړنې له لارې اوس د اړوندو کارپوهانو له خوا د نوموړو خوراکونو د رول ميکانيزم پيدا شوي دي ٠ او د زړه او د وينې د رګ د ناروغۍ د مخنيوي په هکله د نوموړو خوراکونو خاص رول پکي تصديق شوي دي ٠ د دغې نتيجې له مخې اړوندو کارپوهانو په دي هکله د عمر د اوږدولو له پاره د نوموړو خوراکونو د رول سره سم د اشپازې دستور ټاکلي دي ٠ نوموړو کارپوهانو پيشنهاد وکړ چه هره ورځ سل ګرمه تور رنګ چاکليت ، دوه اعشاريه اوه ګرمه اوږه ، اته شپيته ګرمه بادام خوړل په وينه کې د کلسترول سويه کنترول کيداي شي ٠ بر سيره پر دي هره ورځ دي څلور سوه ګرمه بيلا بيلې ميوې او سبزي وخور ي ، ځکه نوموړي خوراکونه د وينې د رګ فشار کمولي شي او په نتيجه کې به د زړه او وينې د رګ په ناروغيو کې د اخته کيدو خطر به په سلو کې څوارلس کميداي شي ٠ پرته له دي نه هم بايد د کب غوښه زيات وخوري چه دغه خوراک د زړه د روغتيا له پاره ډيره ګټه لري ٠ اړوندو کارپوهانو وويل چه که څه هم سل په سل نه ويل کيږي چه د نوموړ خوراکونو خوړل د زړه او د وينې د رګ په ناروغيو کې د اخته کيدو خطرونه په پوره توګه ليري کولي شي ، مګر د څيړنې له نتيجې څخه ثابته شوي چه که په بدن کې د نوموړو خوراکونو غذايت کمبود شي ، دا به د زړه او د وينې د رګ د روغتيا له پاره ګټور نه وي ٠