<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-25 17:15:45    
د ده ښځه يوه دولتی ماموره ګرځيدلی ده

cri

د ماځيګر په ٦ بجو د چين د مشهور بيجينګ پوهنتون په يوه اپارتمان کی ښاغلی جين يونګ بينګ د ماښامنی ډوډۍ په تيارولو پيل وکړ .ځکه چه دده ماينه چه لی جوان نوميږی ، ژر به کور ته بيرته راځی . د يوه کال نه راهيسی جين يونګ بينګ هره ورځ په همدی ډول تيره کوی .

خو د يوه کال نه مخکی ماينی لی جوان د ډوډۍ د تيارولو کار په غاړه واخيست . مګر وروسته ترهغه چه د ٢٠٠٣ کال په پای کی ماينه يی د علنی ازموينی له لاری د يوه دولتی مامورې په توګه استخدامه شوی ، هغه د ډوډۍ د پخولو په زده کړی پيل وکړ .

ميړه او ښځه چه عمر يی تقريبأ ديرش کاله دي ، دواړه دکتران دي . ښاغلی جين په بيجينګ پوهنتون کی د چينی ژبی د تدريس استاد دی او ميرمن لی جوان پخوا د بيجينګ په بل پوهنتون کی د اقتصادی علم په تدريس مشغوله وه . د يوه اتفاقی فرصت له امله نه يوازی د ميرمنی لی جوان کار بدل شوی او بلکه په کورنی ژوندکی يی نوی بدلون هم رامنځ ته شوی دی . لی جوان خبريال ته وويل ___

د ٢٠٠٣ کال دسپټمبر په مياشت کی می اتفاقأ د انترنيټ په پاڼو کی د دکترۍ په تحصيلی سوابق د لسو تنو دولتی مستخدمينو د منلو په هکله د بيجينګ د

ښار د پلان جوړولو د کميټې يو اعلان ولوست او د کنجکاوی په وجه می خپل نوم ثبت کړ .

په نتيجه کی د جدی ازموينو نه وروسته له دوو سوو تنو دکترانو څخه لی جوان بريالی او انتخابه شوې او د بيجينګ د انکشافی او اصلاحی چارو په کميټه کی د دکترۍ په تحصيلی سوابق د لسو تنودولتی مستخدمينو څخه شميرل شوی ده . د يوی مياشتی نه وروسته ميرمن لی جوان د خپل علمی غوره والی او تفوق په اټکا يوه ځوانه مسئوله ماموره وټاکله شوه .

اوس هر کال هغه دولتی مستخدمين چه د ميرمنی لی جوان په څير د علنی ازموينو له لاری د چين د مرکزی مقاماتو او .محلاتو د بيلا بيلو درجو د حکومتی ارګانونو لخوا منل کيږی ، لس ګونو زرو تنو ته رسيدلی دی .

د نوی کار د پيل نه وروسته لی جوان له خپلو همکارانو سره يوځای د بيجينګ د صنعتی انکشاف د واقعی حالاتو په پلټنو او څيړنو لاس پوری کړ او د بيجينګ په اطرافوکی د ټولو ناحيو او ولسواليو د اقتصادی ودې په بهيرکی د زراعتی ، صنعتی او خدمتی چارو د نيولو تناسب يی معلوم کړ . دغه راز د هغې په مشرۍ اړوندو پوهانو د بيجينګ صنعتی پاليسی تر بيان او اثبات لاندی راوستلی او د واقعيتونو سره سم يی اصلاح کړی دی .

تر پخوا نه چه په پوهنتون کی يی د يوې استادې په توګه کار کاوه ، ميرمن لی جوان اوس لا ډير مصروفه ده ، خو هغی وويل چه زه د دولتی مامورې په حيث اوسنی کار خوښوم او ورسره مينه لرم .

ميړه جين يونګ بينګ له خپلی ماينی سره ډيره مينه لری او د هغی د کار ټينګ ملاتړ کوی . هغه خبريال ته وويل ____

تر پخوا نه چه زما ښځه د دولتی مامورې په توګه استخدامه شوی ، طبيعت او خوی يی پوخ او ښه شوی دی . د نورو خلکو سره د ژوند يا د کارونو د ترسره کولو په بهير کی تر پخوا د مهربانۍ او سړې سينې خاونده ده .

ميرمن وو ګوای اينګ د لی جوان د دفتر همکاره او مشره ده . هغی خبريال ته وويل _

زمونږ په دفتر کی د لی جوان او نورو اوو تنو نويو مستخدمينود ګډون نه وروسته ددوی ډير علم او ښه طبيعت پر نورو همکارانو او ملګرو باندی ډيره اغيزه اچولی ده . ټولو دا احساسه کړې چه د کارونو د ترسره کولو په بهير کی خپله رقابتی مفکوره پياوړی شوی او دفتر مو له زياتی حياتی قوی نه ډک شوی دی .

ميرمنی لی جوان دا څرګنده کړه چه زه به ځان د يوې داسی دولتی کارکوونکې په توګه جوړکړم چه په جديت اوکوښښ سره دخپل کار او دندې د ترسره کولو په عين وخت کی ځان ته خوشحالی راورسوم . ځکه چه يوازی د خوشحالی نه په ډک چاپيريال کی خپل کار او دندې په ښه شان سره ترسره کيدای شی .

ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدااوس يو راپور واوريد چه عنوان يی و _ د هغه ښځه يوه دولتی ماموره ګرځيدلی ده .