<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-25 17:58:04    
په کورنی کی د ماشومانو روزنه

cri

ګرانو اوريدونکو ، د ماشومانو کورنی روزنه د مکتب او ټولنی له تر بيت سره توپير لری . له دی امله چی ماشوم له کوچينيتوب نه د خپل پلار او مور سره يو ځای ژوند کوی ، نو د نورو په نسبت پر ماشوم باندی د پلار او مور اغيزه او تاثير ډير قوی او زيات ښکاری ٠ نو ويل کيږی چی تر يوی اندازی پوری پلار او مور د ماشومانو د ودی په بهير خاص اهميت لری . پوستنه دا ده چی خپل ماشوم به څنګه د يو روغ ، هوښيار او باسواد ماشوم په حيث وروزل شی ؟ د کور او ميرمن په نامه پروګرام کی به مونږ په دی باره کی له تاسو سره څه وغږيږو ٠

ټولو ته معلومه ده چی کوچنيان پر خپلو پلرونو او ميندو باندی ډير ګران دی، البته ماشوم د پلار او مور مينی ته هم اړتيا لری ٠ خو په حقيقت کی بی ځايه مينه د ماشوم لپاره کومه ګټه نه لری ٠ مثلأ ځينی پلرونه او ميندی د ماشوم هره غوښتنه چی که سمه وی يا ناسمه ، بی د فکر نه په پوره توګه منی ، د کور ټول غړی د ماشوم په شاو خوا کی ګرزی ٠ ځينی پلار او مور يوازی د خپل ماشوم ښيګنی ته ګوری ، او سترګی ئی د خپل ماشوم پر نقص باندی نه لګيږی .کله چی ماشوم د روغ وايی ، دوی حتی داسی وايی چی ګوری زما زوی څومره زيرک او هوښيار دی ٠ دوی د نورو په وړاندی تل د خپل ماشوم ستاينه کوی او د ماشوم نمګړتياوی پټوی ٠ کله چی ماشوم بد کار کړی ، دوی هم ورباندی ندی هيڅ انتقاد نه کوی او حتی غلطی ئی پټوی ٠ مونږ وايو چی د ماشوم سره بی ځايه مينه د ماشوم لپاره هيڅ ګټه نه لری ٠ بلکه ماشوم ته به يی ضرر ورسوی ٠ ځکه چی د دغه ډول بی ځايه مينی تر حمايت لاندی به د ماشوم طبيعت لا خراب او نورونه به دا احترام په سترګه ونه ګوری ٠ هر کله چی خپله غوښتنه او نازونه پوره نه شی ، په لوړ اوازژاړی او د نورو خبری هيڅ نه اوری ٠ داسی برخوی لرونکی ماشوم پر ه والی او بدوالی ، سموالی او ناسموالی باندی ښه تميز ه شی کولی ٠ که دوی خپله نيمګړتيا او بدخوی لری نه کړی ، نو د لويتوب نه وروسته به زيات او لويه اشتباه وکړی ٠

هر پلار او مور هيله لری چی خپل ماشوم په ښه ډول وده کړی څو چی په راتلونکی کی په يو با اسعداده سړی وګرزی او د ټولنی لپاره ښه خدمت وکړي ٠ نو مونږ هيله کوو چی پلارونه او ميندی د خپلو اولادونو د ښی روزنی او تربيی په باب ښه فکر او مطابحه وکړي ٠ ځکه د ماشوم تر بيه يو علم دی ٠