د غذايت له نظره کب د نورو غوښو په نسبت د انسان د روغتيا له پاره ډيره ګټه لري ٠ د علمي څيړنې له مخې د کب په غوښه کې کلسترول د نورو غوښو نه کم دي ٠ خو البومين يي ډير زيات دي ٠ نو د کب د غوښې خوړل د صحت ځصوصأ د زړه او فشار خون د ناروغيو د مخنيوي له پاره ډيره ګټه لري ٠ د توجه وړ خو خبره دا ده چه نوموړي ناروغۍ ټول د خوراکونو سره نژدي اړيکې لري ٠ نو ښه به دا وي چه په ورځني ژوند کې د کب خوړلو عادت ساتي ٠ د بخار کب په اړه خوراکونه ډير زيات دي ٠ هغه کب چه په بخار بخول کيږي ، ډير مزهدار وي ، د جوړولو طريقه يي دا ده ، لومړي دي د سيند يا درياب څه ناڅه نيم کيلو کب ، لږ څه مالګه ، شنه دنيه ، شين پياز، ادرک ، اوږه او نيم کيلو غوړي تيار شي ٠ د کب د پاکولو نه وروسته په چاړه پر کب باندې کرښه کرښه وکړۍ، ورپسي پياز ، ادرک او اوږه په کوچيني پره پريکړي ، شنه دنيه ميده ميده کړۍ ، له دي نه وروسته په ديګ کې برابره غوړي پکې واچوي څو چه غوړي سري شي ، کب پکې واچوي ، کله چه د کب دوه مخونه لږ ژړ شي ، سم د لاسه يي له غوړي څخه راوباسي ٠ او په يو پشقاب کې کيږدي ، بيا نوموړي مالګه ، ادرک ، اوږه پر کب باندې او شاوخوا کې واچوي او لږ څه اوبه هم ور سره وي ٠ وروسته بيا دغه پشقاب په يو لوي ديګ کې چهاوبه پکې وي واچوي ٠ بيا ديګ د قوي اور د پاسه کيږدي او سرپوښ يي پټ کړۍ ، پنځلس يا شل دقيقي نه وروسته به کب په بخار کې پوخ شي ٠ د سرپوښ د حلاصولو نه وروسته شنه دنيه پر کب باندې وشيندل شي ، نو تر دي ځاي دغه خوارک تيار شو ٠د دغه خوارک خصوصت دا دي چه د کب غوښه ډيره نرمه او تازه ده او ډير خوند او ښه بوي لري ٠