<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-26 17:09:52    
د ورښمو لرغونی لاره د چين او افغانستان ترمنځ د ژورې دوستۍ مزی دی.

cri

ګرانو اورېدونکو، د ٢٠٠٥ کال د جنوری شلمه نيټه د چين د ولسی جمهوريت او د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت ترمنځ د سياسی مناسباتو د ټينګېدو د پنځوسمې کاليزې ورځ وه او د دې بختورې ورځې د نمانځنې دپاره د چين د پوستي ټکټ عمومی شرکت او د چين د خارجه وزارت د پوستي ټکټونو د ټولونکو ټولنې په ګډه سره يو يادګاری پاکټ خپور کړ او د دې پاکټ د خپرونې درانده مراسم د چين په خارجه وزارت کی پر ځای شول.په نننی پروګرام کی به تاسی د دغه يادګاری پاکټ په باب څه معلومات واورئ.

د دغه پاکټ کيڼه خوا د چين او افغانستان په ملی بيرغونه ښکلي شوي او په چينی ، پښتو او دری ژبو ليکل شوي دي چی د چين د ولسی جمهوريت او د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت ترمنځ د سياسی روابطو د ټينګېدو د ٥٠ مې کاليزې يادونه( د ١٩٥٥ کال د جنوری ٢٠—د ٢٠٠٥ کال د جنوری ٢٠ ). د پاکټ په ښي خوا دوه پوستی ټکتونه او مهرونه ليدل کېږی چی په جلا جلا توګه د چين او افغانستان له خوا طرح شويدي. د دغه يادګاری پاکټ طرح کوونکی ښاغلی ما شياو لين وويل چی (اواز)

د افغانستان له خوا په طرح شوی پوستی ټکټ کي چه د چين د پوستی ټکتونو د عمومی شرکت له خوا چاپ شوي او د چين لوی ديوال، د افغانستان لرغونی کلا او د چين د لوي ديوال په لور د افغانستان د اوښانو کاروان ليدل کېږی چی له دي څخه څرګنديږي چی د ورېښمو لرغونی لاره د چين او افغانستان ترمنځ د

دوستی مزی دی .دغه پوستی ټکټ چی ارزښت يي ٢٥ افغاني دی ، د چين لخوا په وړيا ډول دري لکه دانې چاپ شويدي ٠ د ټکټ په لاندني برخه کي دوه لاسونه چه په کلکه نيول شوي او په لسټونو کی يي د چين او افغانستان ملي بيرغونه ليدل کيږي چه د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستۍ د نژديوالي معنی لري ٠ د يادونې وړ خبره دا ده چه د چين لخوا په طرح شوي پوستي مهر کي د چين قديمي پايتخت سي ان د ډول برج تر سترګو کيږي چه دا ځاي دوه زره کاله دمخه د وريښمو د لرغوني لارې مبدا ګڼل کيږي . د برج په وړاندي دري اوښان هم ليدل کيږي چه د افغانستان په لور پرمختګ کوي چه دا په بيلا بيلو ساحو کي د دواړو هيوادونو ترمنځ د زيات تګ راتګ مظهر هم دی .

د دې پوښتنې په ځواب کی چی ولی د يادګاری پاکټ د صادرولو په شکل د چين او افغانستان ترمنځ د سياسی مناسباتو د ٥٠مې کاليزې نمانځنه کېږی، ښاغلی ما شياو لين وويل (اواز)

ځکه دا د افغانستان د مشخصاتو سره سم دی او واقعي اهميت لري . تولو ته معلومه ده چه په افغانستان کي درويشت کاله جګړې شوي او مخابراتي شبکې يي بيخي ويجاړې شويدي ، نو د خلکو ترمنځ تماسونه لا هم د ليکونو له لاري نيول کيږي . د دي پاکټ په استعمالولو سره ګڼ شمير خلک د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي مناسباتو د ټينګيدو د پنځوسمي کاليزې په ژور اهميت باندي ښه پوهيداي شي .

دغه يادګاری پاکټ چی پنځوس زره دانې چاپ شويدي او د چين په ديپلوماتيکی ساحه کی له يو لړ يادګاری پاکټونو څخه عبارت دی. د دې نه مخکی په افغانستان کی د چين د لوی سفارت د بيا رغاونې دپاره يو بل يادګاری پاکټ

خپور کړی و. د خبر له مخی، د دې ورځې د يادونې په چين او افغانستان کی نور زيات فعاليتونه هم تر سره شويدي.

د چين د خارجه وزارت معاون لي حوي چه د چين د خاص استازي په حيث د جمهورريس حامد کرزې د لوړې په مراسمو کي ګډون کړې و ، د دواړو هيوادونو ترمنځ د پنځوسو کالو د راکړي ورکړي د يادونې په وخت کي خبريال ته وويل (اواز)

بايد وويل شي چه د پنځوسو کالو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ مناسبات ډېر لوی پرمختګ موندلی دی او په هره ساحه کی يی همکاری لوی برياليتوبونه تر

لاسه کړی دی. د هغه په نظر چين او افغانستان د اسيا دوه لرغونی هېوادونه دي، په کلتوری ساحه کی ډېر زيات ګډ نظريات لری. هغه باور لری چی د افغانستان د سياسی اوضاعو په استقرار سره به دواړه هېوادونه په هره ساحه کی په تېره بيا کلتوری ساحه کی همکاری لا لوی پرمختګ ومومی.

ګرانو اورېدونکو، تاسو د چين او افغانستان ترمنځ د سياسی مناسباتو د ټينګېدو د ٥٠ می کاليزې د نمانځنې دپاره د يادګاری پاکټ په باب څه معلومات واورېدل.