<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-26 17:41:55    
دچين بزګران د سالم ماشوم زيږولوته په درنه سترګه ګوری .

cri

دچين دحو نان ولايت دمی لو ښار د خوان بای په ښارګوټی کښی بزګر چين جی خوی اودده ښځه پون حوی فان دواړه يو راستوران پرانيست چه سوداګری يی ښه ده . پنځلس کاله دمخه دوی يوه لور وزيږوله او د اوسنۍ پاليسۍ له مخی دوهم ماشوم زيږولی شو ، خوتر اوسه پوری دوهم ماشوم نه لری . خپلوانان يی دوی ته توصيه ورکوی چه بايد يو زوی ولری ،څو چه نسلونه يی ادامه وکړی ،خو د خاوند چين جی خوی په نظر د زوی يا لور زيږول مهم نه دی ،دماشوم د جبلت او سجيی لوړول تر ټولو نه مهم ښکاری .

ښځه پون خوی فان خبريال ته وويل چه په دی وروستيو کلونو کښی مونږ دراستوران له سوداګرۍ نه ګټی اخيستی او پيسی مو درلودلی چه لور په يوه ښه ښوونځی کی درس ولولی . که هغه په درس لوستلو کښی کوشش وکړی ، مونږ به د لوړو تحصيلاتو دپاره يی خارجی هيواد ته وسپارو . هغی زياته کړه چه سخر او خواښی می هميشه ويلی چه لور هم دچين فاميل غړی ده . زاړه کسان دنسلونو ادامی ته په سپکه سترګه ګوری ، نو مونږ ولی د نسلونو دادامی دپاره د زوی زيږولو په زړی نظريی باندی ټينګار کوو .

هان په ١٩٨٤ کال کښی دمی لور ښاروالی په ټولو ښاری او کليوالی منځنيو او ابتدايی ښوونځيو کښی دشاګردانو دجبلت د لوړولو دپاره تعليم مروج کړ.په دی وروستيوکلونو کښی ً ښاروالی بيا د کليو دکورنی لارښوونی کار د سالم ماشوم

دزيږيدنی د تعليح په ساحه کښی شامل کړی دی .دنوی نسل بزګرانو د سالم ماشوم د زيږيدنی په باب دتعليم داخيستلو نه وروسته په شعوری توګه دماشوم زيږيدنی په باب عنعنوی زړی نظريی پريښودلی او نور نو دزوی زيږولو ته په ډيره درنه سترګه ګوری ، برعکس دوی د ماشوم د جبلت لوړولو ته اهميت ورکوی او په شعوری توګه دماشوم دکمی زيږيدنی او د سالم ماشوم دروزنی په باب پاليسی اجرا کوی .

په هون بی کلی کښی دوو ښځو خبريال ته وويل چه د لورګانو دزيږولو نه وروسته حکومت زمونږ دپاره دعمر بيمه کړی او مونږ پخپله هم په بانک کښی پس انداز لرو ، نو زمونږ په راتلونکی ژوند کښی به کومه مسئله موجوده نه وی . اوس زيات زراعتی کارونه دماشين الاتو په واسطه تر سره کيږی ،نو په کليو کښی درانده جسمی کارونه ترپخوا نه ډير لږ دی او نجونی دزلميانو په شان په زراعتی توليداتو لاس پوری کولی شی . د خون بی کلی د ښځينه کميټی رئيسی ميرمنی ليو لی خوا خبريال ته وويل چه څه دپاسه لس کاله دمخه په کليو کښی زيات شمير ښځو وختی او زيا ت ماشومان وزيږول څوچه نسلونه يی ادامه وکړی . خو نن ورځ حکومت د سالم ماشوم د زيږيدنی په باب ابتکار کوی ، نو که څه هم زياتی ښځی د پاليسی له مخی دوهم ماشوم زيږولی شی ، خو زمونږ دکلی له هغو ٥٦ کورنيو نه چه يوازی لورګانی لری ، ٢٥ تنو ښځو په شعوری توګه څرګنده کړی ده چه دوهم ماشوم

ونه زيږوی .

دمی لور ښار دګوندی کميټی رئيس چين سی خای وويل چه مونږ ليدلی چه هغه بزګران له واده کولو نه وروسته چه په ښوونځيو کښی يی د ماشوم جبلت د لوړولو

په باب تعليم اخيستی ، په شعوری توګه يو ماشوم زيږوی . نو مونږ بيدار شو چه دکورنی لارښوونی په کار کښی بايد دبزګرو روزنی او لارښوونی ته پياوړی ورکړو ، څو چه دوی خپلی عنعنوی زړی نظريی بدلی کړی او خپله سجيه او جبلت لوړکړی . مونږ په علاقه داريو او ښارګوټيو کښی دکورنی لارښوونی ښوونځی قايم کړی ، څو چه د سالم ماشوم دزيږيدنی په باب تعليم پياوړی کړو ، دغه راز مونږ د می لو په ورځپاڼه او د می لو په تيلويزيونی ستيشين کښی دواده کولو او ماشوم زيږولو د نوی دود دستور او دنيکمرغی کورنۍ په شمول څه د پاسه لس پروکرامونه پرانيستلی څو چه په پراخه توګه د سالم ماشوم د زيږولو په باب تبليغات وکړو .د بزګرو دنظريو دبدلون په نتيجه کښی دکورنی لارښوونی په کار کښی هم ښه موفقيتونه تر لاسه شوی د ی.

بزګرو ته د ښه خدمت برابرول دکورنی لارښوونی د پاليسۍ د اجرا کيدو بنسټ دی . د می لو ښاروال لی ګو باو وويل چه لس کاله دمخه ښاروالی په هره

علاقه داری او ښارګوټی کی دکورنی لارښوونی دفتر ، خدمتی څانګه ، ښوونځی او ټولنه تاسيسه کړی څوچه نوموړی څلور خواوی يوځای دسالم ماشوم د دزيږيدنی په باب کار پياوړی کړی . وروسته مونږ دسالم ماشوم د زيږيدنی په باب خدمتونه په کليو کښی عملی کړل . په د ی وروستيو کلونو کی مونږ بيا په خاص ډول دهغو خاوندانو او ښځو د خدمت دپاره چه د ماشوم زيږولو عمرته رسيدلی ، د تبليغاتو او تعليماتو ، اطلاعاتی اداری او ښه خدمت په شمول دری سيستمونه تاسيس کړی دی .

د معلوماتو له مخی د می لو ښاروالی په دی وروستيو کلونو کښی جملتا د څه د

پاسه ٢٨٠٠جوړو خاوندانو او ښځو سره مرسته کړی چه له غربت نه بچ شی او د ٥١٢٤ هغو کورنيو دپاره يی چه يوازی يوه لور لری ، دعمر بيمه کړی ده . دغه راز ددی ښار په ٩٠ کليو کښی زراعتی کارونه ماشينی شوی او د اجتماعی ضمانت سيستم يی هم ورځ په ورځ بشپړ شوی دی چه په دی ډول د کليو يوازی يوه لورلرونکی کورنۍ له انديښنی نه معافی شوی دی .