<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-27 18:31:37    
لومړی لوست

cri

د ازموينی په هکله د سوالونه تکراريدل او د چينی ژبی د نوی لوست پيل

ګرانو اوريدونکو! د چينی ژبی د لوتس لومړنی برخه پای ته ورسيده، له نن ورځی څخه به تاسی د نويو چينايی لغتونو او جملو په زده کړې پيل وکړئ٠ خو د نوی لوست د پيل نه مخکی هيله لرو چه هغه اوريدونکی چه په خپل کور کی کمپيوتر نه شته، په تير لوست کی اړوندې ازموينې ته بيا پام ورکړي تر خو پر وخت به ځوابونه يی په کسټونو کی ټيپ کړئ او بيا به د راتلونکی مارچ تر ٣١ نيټې پوری به مونږ ته راوليږئ٠

----------------- د ارموينی لپاره سوالونه--------------------------

مهربانی وکړئ چه لاندنی پښتوجملی په چينايی ژبه ترجمه کړئ:

٠)----- چين ته ستاسو د سفر هرکلی کوو!

١)----- مونږ به په کوم هوټل کی ځای ونيسو؟

٢)----- ايا د تيلفون او کوټی نمبر يو دی؟

٣)----- ته د کوم هيواد يی؟ زه افغان يم٠

٤)----- نن څه پروګرام دی؟ نن به مونږ د لوی ديوال سيل وکړو٠

٥)----- مونږ به په کوم ځای کی سره وعده کيدو؟ د دی ودانۍ په دروازه کی به سره ووينو٠

٦)----- نن هوا څنګه ده؟ نن ډيره ګرمی ده٠

٧)----- خپل پاسپورټ ما ته وښيه !

ګرانو اوريدونکو، هيله ده چه په دی ازموينه کی ستاسو بريالی اوسی٠

درنو اوريدونکو، اوس به مونږ په نوی لوست پيل وکړو٠ لومړی به تاسو له ما سره نوی لغتونه ولولئ:

د خوب خونه 卧室 wo shi

ټولګی 教室 jiao shi

د لوست خونه 书房 shu fang

اوس مهربانی وکړئ چه له ما سره اړوندی جملی چه پکی نوموړی چينی لغتونه استعمال شوی دی، تکرارې کړئ٠

تاسو چيرته يئ؟ 你在哪儿?

Ni zai na'er ?

زه د خوب په خونه کښې يم . 我在卧室。

Wo zai wo shi.

هغه چيرته دی؟ 他在哪儿?

Ta zai na'er ?

هغه په ټولګي کښې ده . 他在教室。

Ta zai jiao shi.

هغه چېرته ده؟ 她在哪儿?

Ta zai na'er ?

她在书房。

Ta zai shu fang.

هغه د لوست په خونه کی ده٠

ګرانو اوريدونکو، د چينی ژبی نننی لوست په همدی ځای پای ته ورسيد، خوشحاله اوسی٠