<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-28 17:27:54    
د تازه څېړونکی نتيجې له مخی، په چين کی د غرونو پر ډبرو باندی رسمونه او نقاشی تقريباْ د ديرشو زرو کالو او څلويښتو زرو کالو پوری کالو نه مخکی جوړ شول.

cri

ګرانو اورېدونکو، په نننی پرګرام کی به تاسی په چين کی د غرونو پر ډبرو باندی د حکاکی شويو رسمونو او نقاشيو په باب څه معلومات واورئ. د شمال لويديځ چين د قومونو د دوهم پوهنځی پروفيسر لی شيانګ شه پر ډبرو باندی د رسمونو او نقاشی د څېړنې په باب د بين المللی کميټې غړی هم دی د خپل نوی څېړونکی برياليتوب سره سم وويل چی په چين کی د ډبرين رسمونه او تصويرونه تقريبا د ديرش زره کاله يا څلويښت زره کاله تاريخ لری.

هغه وويل چی د شمال لويديځ چين د خه لان شان په غرونو کی ډبرين رسمونه د چين د رامنځ ته کېدو په لومړنيو کلونو کی د ډبرينو رسمونو مهمه علامه ګڼله کېږی، مخکی له دې نه د اکثرو اړوندو متخصصانو په نظر د چين ډبرين رسمونه تقريبا شپږ زره کاله څلور زره کاله تاريخ درلود يعنی د نويو ډبرينو وسايلو په قديمی زمانه کی رامنځ ته شول. خو د خه لان شان په هغه غرنی سيمه کی چی ډبرين رسمونه پيدا شوی دی د څلورمی دورې د کنګلزی نښه وموندله شوه. ښاغلی لی شيانګ شهد څېړنو نه وروسته دا تصديق وکړ چی ډبرين رسمونه د نوموړی يخی رود خانی نه مخکی موجود و. په بل عبارت د چين په لومړنيو کلونو کی د ډبرين رسمونو تقريبا

ديرش زره کاله او حتی څلويښت زره کاله تاريخ لری.

ډبرين رسمونه په عمده توګه د چين په شمالی،جنوب لويديځه او جنوب ختيځه برخه کی پيدا کېږی.

لومړی، د داخلی مغولستان، سينګ جاينګ، ګان سو او د چينګ های په ولايتونو کی ډېر زيات ډبرين رسمونه پيدا کېږی او محتويات د ښکاره کولو او له رمی بيولو څخه عبارت دی.

دوهم، د يوين نان، ګوانګ سی،ګوی جو او سی چوان په ولايتونو کی ډېر زيات ډبرين رسمونه پيدا کېږی او محتويات په عمده توګه مذهبی فعاليتونه ښکاری.

دريم، د چين د جنوب ختيځې برخې د جيانګ سو، فو جين، ګوانګ دونګ، تايوان، هانکانګ او د مکاو په شمول ځينو سيمو کی ډېر زيات ډبرين رسمونه پيدا کېږی او محتويات د کب نيولو په باب دی.

تر اوسه پوری د چين د نين شيا، د خوی قم د خودمختارې سيمې، داخلی مغولستان او د شين جيانګ د ويغوری قوم د خود مختارې سيمې په شمول د اته لسو ولايتونو او خود مختارو سيمو په يو سلو اتياو ولسواليو کی نوموړی رسمونه او تصويرونه پيدا شويدي .

اوس د نړۍ په ديار لسو ځايونو کی ډبرين رسمونه د نړۍ کلتوری ميراثونه ګڼل شويدي، خو په اسيا کی هېڅ نلری. د ٢٠٠٤ کال په اپريل کی د نين سيا ولايت په رسمی توګه د نړۍ د کلتوری ميراث په توګه د خه لان شان په غرونو کی د ډبرين رسمونو د ټاکنې دپاره کار پيل وکړ. په دې نژديو ورځو کی يو مربوطی کارکوونکی خبريالانو ته وويل چی اوس مربوطی معلومات د تاريخی اثارو دولتی رياست ته وړاندی شوی وو.

ګرانو اورېدونکو، د هنر او کلتور نننی پروګران په همدې ځای پای ته رسېږی.