<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-28 18:08:34    
د أتش بازي د جوړولو مرکز ليو يانګ ښار

cri

ليو يانګ ښار په چين کې د أتش بازيو د جوړولو له مرکزونو څخه يو مشهور مرکز دی ، په دې ښار کې توليد شوي اتش بازي د چين په دننه او بهر کې هم شهرت لري٠

ګرانو دوستانو چين ته د سفر په نننې خپرونه کې به د چين د أتش بازيو د جوړولو د مرکز ليو يانګ ښار په باب معلومات تاسو ته وړاندې کړو

د ليو يانګ ښار يو کوچنی ښار دی چې د چين په منځني او ختيځه برخه کې د خو نان په ولايت کې واقع دی ، د ليو يانګ نومي سيند ددې ښار څخه تيريږي ، ددی ښار نوم سم ددې سيند د نوم څخه راغلی دی ٠

ليو يانګ ښار په چين کې د اتش بازيو د جوړولو له مرکزونو څخه يو مشهور مرکز دی ، په دې ښار کې توليد شوي اتش بازي د چين په دننه او بهر کې هم شهرت موندلی دی ، نو په دې وجه د ليو يانګ ښار د أتش بازي موزيم د سياحانو دتوجه وړ سبب ګرځيدلی دی ٠ په دې موزيم کې د ايښودل شويو رنګارنګو اتش بازيو نمونې د ليو يانګ د اتش بازيو پخواني او اوسني توليدي حالات څرګند کړل ٠ ددې موزيم بيانونکي نجلۍ يوان خوي جيوان وويل د ليو يانګ د اتش بازيو د توليدولو تاريخ يو زرو څلورو سوو کالو ته رسيدلی دی په دې موزيم کې په عمده توګه د أتش بازيو د توليدولو د ابتدايي فنونو څخه تر اوسنيو عصري او مترقي تخنيکونو پوري د أتش بازيو د جوړولو ټول جريان ليدل کيږي ٠ پخواني ﻻسي صنايع اوس ډير لږ ليدل کيږي ، په اوسنيو فابريکو کې ماشينونه د ﻻسي صنايعو پر ځاي تر استفادې ﻻندې راغلي دي

په دې موزيم کې د تيرو اوو سوو کالونه راهيسي د أتش بازيو د توليدولو راز راز وسائل هم موجود دي ، کله چې مونږ موزيم ته داخل شوو ومو ليدل چې څو تنه زاړه أتش بازي جوړوړنکي په ﻻسونود ساده أتش بازي د جوړولو په کار بوخت دي ، يوازي د يوې ساده أتش بازي د جوړولو دپاره څه دپاسه لس پړاونه په کاردي٠

نجلۍ يوان خوي جيوان وويل اوس په فابريکو کې د عصري او مترقي تخنيکونو په وسيله أتش بازي توليديږي ٠ د ليو يانګ په ښار کې د توليد شويو أتش بازيو قيسمونه څه دپاسه درو زرو ته رسيږي او د نړۍ پر سلو هيوادونو او سيمو باندې پلورل کيږي ، په عين وخت کې د چين په لويو جشنونو کې مثلأ د ملي جشن ، د چين د عنعنوي جشن يعني د پسرلي جشن په ورځو کې د خلکو لخوا د لګول شويو أتش بازيو اکثريت د ليو يانګ ښار لخوا توليد شوي دي ٠، د ليو يانګ ښار أتش بازي نه يوازې زيات قيسمونه لري بلکې د لګولو په وخت کې هم ډيرې ښکلې او په زړه پوري منظرې خلکو ته ښيي ، د بيلګې په توګه د شپې لخوا ځينې أتش بازي د لګولو په وخت کې په تياره اسمان کې رنګارنګ ستوري ، ښکلي ګلان ښيي او ځينې يې په لوړ اواز سره د روښانه څرخونو په شان په مځکې باندي ګرځي بيا د توغندي په شان أسمان ته الوزي ، ځينې يې لکه د ابشار په شان په سل ګونو زرو طلايي تارونو له أسمان څخه رالويږي ٠لنډه دا چې د ليو يانګ اتش بازي خپل ځانګړي خصوصيت لري ٠

د ليو يانګ په ښار کې د اتش بازي نه پرته نور د ليدو وړ ځايونه او ښکلې منظرې هم شته دي ٠

د ليو يانګ په ښاري سيمه کې يو فولګلوري واټ شته چې د واټ په دواړو غاړو کې د پخوانيو ودانيو په شکل جوړشوي دکانونه څانګ په څانګ پراته دي ، د واټ په منځ کې دوولس ډبرين طاقونه ولاړ دي ، توريستي ﻻرښونکيې نجلۍ دونګ څوي

غه وويل دا د ليو يانګ ښار يو فولکلوري واټ دی ، دا واټ د چين فولکلوري ثقافتي سبک لري ، پر دغو دوولسو ډبرينو طاقونو باندې حکاکې شوي حيوانان د ژونديو حيوانانو په شان ښکاري ٠ ددې واټ په دکانونو کې د ليو يانګ سيمې محلي او ځانګړي شيان پلورل کيږي ٠ د مثال په توګه د داودي ګل نقش و نګار دارې ډبرې په دې سيمه کې ډيرې مشهورې دي ، دا يو ډول دلچسپې ډبرې دي چې په منځ کې يې د داودي ګل نقش ليدل کيږي ، البته دا هم يو ډول طبيعي ډبرې دي ٠ ميرمن دو سين چي مونږ ته وويل د داودي ګل نقش لرونکې ډبرې د ليو يانګ په سيمه کې يو ډول ځانګړي او قيمتي پيداور دي او د سيند په تل کې پرتې دي ، کله چې دغې ډبرې د حکاکي نه وروسته په راز راز ښکلو نفيسو صنعتي شيانو بدل کيږي او ښه بازار لري ، دا يو ډول ښکلې او ظريف ﻻسي صنعتي توليدات دي ، ډير سياحان چې ليو يانګ ښار ته راځي ددې په زړه پورې ډبرې سره ډيره مينه او علاقه ښيي ٠

ګرانو دوستانو همدااوس مو د چين د ليو يانګ ښار په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندې کړل ٠