<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-29 17:53:58    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز—وانګ جانی اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده او د افغانستان د خوست له ولايت څخه د ((افغان چين ))کلب مشری ښاغلی ياسمين بی بی او ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی دا پوښتنه کړيده چه د چين اوسنۍ صدراعظم څوک دی . دوی غواړی چه په دې برخه کی د چين د اوسنۍ صدراعظم د بيوګرافی په باب څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به د پروګرام په دې برخه کی د چين د صدراعظم وين جيا باو د ژوند ليک په باب برابرشوی معلومات وړاندی کړی .

وانګ -- د چين صدراعظم وين جيا باو چه د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې اوسنۍ دايمی غړی دی د ١٩٤٢کال په سپتمبرکی د تيان جينګ په ښار کی زيږيدلی دی .هغه په ١٩٦٨ کال کی د بېجينګ د جيولوژۍ له پوهنځی څخه فارغ شو او د دکتوری درجه يی تر لاسه کړه . د ١٩٦٥کال په اپريل کی د چين په کمونست ګوند کی شامل شو او د ١٩٦٧کال په سپتمبر کی يی په کار پيل وکړ . په ١٩٨١کال کی وين جيا باو د ګان سو ولايت دجيو لوژيکی ادارې د مرستيال او په ١٩٨٣کال کی د چين د جيولوژۍ او کانونو د وزارت د مرستيال په حيث وټاکل شو ، په ١٩٨٦کال کی هغه د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د دفتر د منشی ، په ١٩٩٧کال کی د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د غړی او د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې د سکرتريت د منشی په حيث وټاکل شو ، په ٢٠٠٢کال کی د چين د صدراعظم د مرستيال او د ٢٠٠٣ کال له مارچ نه تر اوسه پوری د چين د صدراعظم په توګه انتخاب شويدی .

وين جيا باو د يوه موثر حکومت د اداره کولو دپاره نه ستومانه کيدونکی کوششونه

کړی او کوی يی . وين جيا يا باو يو زحمتکښ صدراعظم او له خپلو خلکو سره ډيره

مينه لری او د خلکو ګټو ته پاملرنه کوی . هغه هم د چين د ديپلوماتيکو چارو د انکشاف او د چين د بين المللې چاپيريال د ښه والی دپاره کوشش کوی . د ده تر مشرۍ لاندی د چين حکومت په اقتصادی ، سياسی او کلتوری ساحوکی ښه موفقيتونه تر لاسه کړی دی .