<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-30 15:43:16    
په سويس کښی زيات سل کلن سپين ږيری او سپين سری شته .

cri

په تيرو پنځوسو کالو کښی دخلکو د ژوندانه سويه لوړه شوی او طبی شرايط يی ښه شوی دی ، په دی اثر د سويس خلکو منځنی عمر په اروپا کښی لومړۍ مقام نيسی .په نفوسو کښی د سويس د سل کلن سپين ږيرو او سپين سرو تناسب په نړۍ کښی دجاپان نه وروسته دوهم مقام نيسی .په دی وروستيو وختونو کښی دسويس د لوسا د ټولنيزاو وقايوی طبی انستيتيوټ دپروفيسير فوليدپکود دڅيړونکی نيتجی له مخی په دغه هيواد کښی دسل کلن سپين ږيرو او سپين سرو شمير د شلمی پيړۍ د پنځمی لسيزی له پيل نه ډير زيات شوی وو ،په هغو خلکو کښی چه په ١٩٠٠ کال کښی په سويس کښی زيږيدل شوی وو ،په هر لسو زرو تنو کښی داسی څلويښت تنه موجود وو چه ددوی عمر سلو کالو ته ورسيد .په ١٩١٨ کال کښی د سخت ريزش کولو نه پرته په سويس کښی د نارينه و منځنی عمر په يوسلوڅلويښتو کالو کښی په سلو کښی اته نوی زيات شوی او د ښځو منځنی عمر په سلوکښی شپږ نوی زيات شوی دی .خو د هر تن په سر د متوسط عمر زياتوالی په عمده ډول په تيرو پنځوسو کالوکښی را منځ ته شوی دی .ښکاره ده چه د ښځو شميرپکښی زيات دی . اوس په سويس کښی دښځو منځنی عمر دری اتيا کلن دی او د نارينه و منځنی عمر اوه اويا کلن دی . په هغو سپين ږيرو او سپين سرو کښی چه عمر يی له سلو کالو څخه اوښتی دی ، ښځی د نارينه و د دوو چندو سره برابری دی .

زور و زياتی ، دسګريتو څکل، د شرابو څښل او جيالوجيکی علت د نارينه و

دعمر د ټيټوالی مهم علت دی .د ژوندانه د سويی لوړتيا د سويس خلکو دعمر د زياتوالی ډير مهم علت دی .د پرو فيسير پکود د څيړنی څخه څرګنديږی چه اوس د سپين ږيرو او سپين سرو د مړه کيدو ميزان په بی ساری سرعت سره ټيټ شوی دی . په تيرو دوو سووکالو کښی په نړۍ کښی دهر تن په سر منځنی عمر دوه چنده شوی دی .عالمان يقين لری چه امکان شته چه د شپيتو کالو نه وروسته د پرمختلليو هيوادونودخلکو متوسط عمر سلو کالوته ورسيږی .