خوبونه يو راز نه دی او بيداری هم ځانته اقسام لری .
له يوه خوبه سړی د چرګ په نارو ، د ملا په أذان يا د لمر په ختو راويښيږی . مګر ځينی خوبونه اسرافيلی شپېلی غواړی . ډير ځله زلزله وشی ، زمکه وخوځيږی ، کوټې ونړيږی ، مګر ځينی کسان هماغسی ويده پاته شی او خبر هم نه وی چه دنيا څو بغری ده .
په دنيا کی عجيب وغريب خوبونه شته او ډير رنګونه لری . ځينی کسان په خوب کی خبرې کوی او څه وايی ، ځينی نور لاداسی هم وی چه په خوب کی له ځايه پاڅيږی او ديوه بل شان شعور په مرسته ځی ، اوبه څکی ، بيرته راځی ، په خپل ځای پريوزی ، مګر ويده وی . نو مطلق کار کول يا محض خبرې کول د شعور علامه نه ده .
دغه خلق چه د ورځې په بازارو کی ګرځی او يا په ادارو او کورونو کی کارونه کوی ، ټول ويښ نه دی . دوی له بړستنو او بسترو راپاڅيدلی وی ، مګر ويښ شوی به نه وی .
د غفلت له خوبه پاڅيدل بل شان وی . د شعور او احساس ويښوالی دغه نه دی او د فکر بيداری بل راز ده . انسان يو قسم خوب لری چه د طفوليت له وخته د رشد او بلوغ ، يعنې زلميتوب بر وخته وی او يير زلميان لا په دغه وخت کی هم نه ويښيږی . يو بل خوب دی چه هغه بې علم او پوهې نه ليری کيږی او ډير کسان لا په خوب کی ملايان شوی وی او ډيره موده وروسته وهوهيږی چه مونږ ويده وو . په ځينو کتابو کی شته چه عالم ټول ويده دی او پس له مرګه ويښيږی .
مونږ بايد ويښ يوازی هغه چاته ونه وايو چه چورئ يی په لاس کی ده او له ځانه مچان شړی ، ځکه چه دا کار ويده هم کوی او په خپله پوزه مچان نه پريږدی .
ويده يوازې هماغه څوک نه دی چه د خپل بچې ژړا نه اوری او نه يی قلاروی ، بلکه هغه اشخاص هم ويده بويه چه دمظلومانو او بيوزلو ژړا او فريادونه نه شی او اوريدلی او نه متاثر کيږی . کوم خلق چه سترګې غړوی ، مګر غير له ځانه او بې له خپل مفاده نور څه نه شی ليدلی ، غوږونه لری خو بی له خپل شخصی او نفسی اغراضو نورې خبرې نه اوری ، په ګوګل کی يی زړه وی ، مګر په زړه کی يی عالی شعور او عالی احساس نهوی ، نو که دوی ته مړه نه شوو ويلی او څوک يی فاتحه نه اخلی ، په خوب کی يی خو هېڅ شک او شبهه نشته .
موږ ويښ هغه ته وايو چه دقام غم او د وطن درد له خوبه پاڅولی وی . د قام غم او وطن درد چکه وايو چه غاښ يا غوږ درد مو مطلب نه دی او دردشکم هم مراد نه دی .
ويښ هغه چه دقام غم يی ناقرار کړی
نه چه خوب نه يې د چرګ نارې بيدار کړی .
......