<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-30 17:52:22    
شانګهای به د المپيک د ځانګړی سپورتی لوبو د بريالی جوړولو لپاره زيار وباسی

cri

د خلکو د ورځپاڼې د خبر له مخی ، د چين د شانګهای د واکمن ګوند د کميټې منشی چه د ٢٠٠٧کال لپاره د مخصوصو ورزشکارانو په ګډون د المپيک د سپورتی لوبو د انتظامی کميټې رييس چينګ ليانګ يو د جنوری په ٢٩ نيټه دا څرګنده کړه چه شانګهای به د خپلی وعدی سره سم د نمايندګی ، جهانيتوب او دلچسپۍ لرونکو نوموړی سپورتی لوبو د رامنځ ته کولو لپاره زيار وباسی .

د نوموړی سپورتی لوبو انتظامی کميټه په همدی ورځ جوړه شوه او په شانګهای کی يی د ټولو غړو په ګډون لومړنی غونډه جوړه کړه .

د المپيک ځانګړی سپورتی لوبی په خاص ډول د هغو ورزشکارانو په ګډون سپورتی لوبه ده چه عقل يی کم دی . د دوی لپاره مهمه خبره دا ده چه په سپورتی لوبو کی به برخه واخلی او نه د سيالی مهارتونه او نمبرونه . په ٢٠٠٧ کال کی به دنړۍ د څه د پاسه ١٥٠ هيوادونو او سيمو ورزشکاران ، ددوی ميندی او پلرونه او روزونکی په شانګهای کی راغونډ شی .