<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-31 17:28:45    
دچين وارداتی تجارت چټک زياتوالی موندلی د ی.

cri
د بيجينګ د هوانګ جينګ داوسيدونکو په ناحيه کښی د جنوبی کوريا زيات اوسيدونکی ژوند کوی کوم چه د کاردپاره چين ته راغلی د ی ، په هغه ځای کښی دکوريا د جمهوريت د تجارتی مالونو د خرڅولو دکانونه هم ډير زيات دی .ښاغلی هونګ څون جه چه سږ کال شپږ ديرش کلن دی ، دخوراکونو د شرکت اداره کوی ، او په خاص ډول دکوريا د جمهوريت څخه خوراکی شيان واردوی . هغه وويل دری کاله کيږی چه زمونږ شرکت تاسيس شوی دی او په عمده ډول دکوريا د جمهوريت خوراکی شيان خرڅوی ، سوداګری مو ښه ده .پخوا مونږ يو ډير کوچنی دکان درلود او مساحت يی يوازی ديرش يا څلويښت مربع مترو ته ورسيد . اوس زمونږ شرکت پنځه فرعی دکانونه لری ، هر کال د څو لکو ژن مين بی يونو په اندازه د دکانونو کرايی ادا کوی.
په دی وروستيو کلونو کښی د هونګ څون جه په شان داسی چينايان ورځ په ورځ زيات شوی دی کوم چه د وارداتی تجارتی مالونو د پرچون خرڅلاو په سوداګری بوخت دی .د اقتصاد د چټګ انکشاف سره سره د چين داوسيدونکو استهلاکی سويه په پر له پسی ډول لوړه شوی ، چين لا زياتو وارداتی تجارتی مالونو ته اړتيا لری .
دچين د ټولنيزی اکاډمی په اړه د ماليی ، تجارت او ا قتصاد دانسټيتيوټ څيړونکی ميرمن ځاو جين زمونږد راډيو د خبريال سره په يوه مرکه کښی وويل مصرفی اړتيا ، دننه په هيواد کښی دپانګه اچونی اړتيا او پر چين باندی د
خارجی پانګو اغيزه له خارج څخه د تجارتی مالونو د وارداتو دزياتوالی علتونه دی . له بلی خوا د چين ورخلاصه پاليسۍ هم د تجارتی مالونو د وارداتو دزياتوالی علت هم دی . په نړيوال تجارتی سازمان کښی د شموليت نه وروسته دچين تجارتی چاپيريال تر پخوا نه ډير ښه شوی دی او ګمرکی ماليات کم شوی دی .
ميرمن ځاو جين بيا زياته کړه چه دچين د اوسيدونکو د ژوندانه د سويی دلوړتياسره سره وارداتی توليدات په تيره بيا وارداتی مخابراتی او اطلاعاتی توليدات په چين کښی تود بازار لری .دچين په ثابتو دارايو کښی د پانګه اچونی چټک زياتوالی دانرژيو ، اومه موادواو ماشينی تجهيزاتو په شمول د وارداتو چټک زياتوالی هم پرمخبيولی دی .برسيره پردی په چين کی د بين المللی شرکتونو له خوا دسرمايه ګذارۍ زياتوالی دچين د وارداتو د زياتوالی سبب ګرځيدلی دی .
په ٢٠٠٤ کال کی د چين په زياتو وارداتی تجارتی مالونو کښی د ماشينی توليداتو واردات نيمه برخه ونيوله .دچين د ماشينی توليداتو دوارداتی او صادراتی تجارتی ټولنی مرستيالی ميرمن ياو وين پينګ خبريال ته وويل چه په وروستيو څوکلونو کښی د ماشينی توليداتو واردات تل د چټکتيا په حال کښی ده .د ٢٠٠٤ کال په لومړنيو لسو مياشتو کښی په چين کښی د ماشينی توليداتو واردات له دووسوواويا مليارډو امريکايی ډالرو څخه اوښتی چه دغه رقم د ٢٠٠٣ کال د همدی مودی په نسبت په سلو کښی شپږ ديرش زيات شوی دی .ميرمن ياو وينګ پينګ بيا زياته کړه چه دچين په وارداتی او صادراتی تجارتی مالونوکښی دماشينی توليداتو برخه ډيره زياته ده . هغی وويل په لومړنيو پنځوکلونو کښی مونږ عموما وسايل ، پرزه جات اوداسی نور ماشينی توليدات خارج ته صادر کړی دی . اوس
مونږ لوی او مکمل او ډير مترقی تخنيکی توليدات خارج ته صادروو.په دغو لوړواو نويو صادراتی توليداتو کښی په سلو کښی پنځوس پرزه جات له خارج څخه وار د شوی دی .دتوليداتو د صادرولو له لاری وارداتی توليدات هم ډير زيات شوی دی . دوارداتو له لاری چين ته هغه مترقی تجهيزات او تخنيکونه رسول شوی دی کوم چه اقتصادی انکشاف ور ته اړتيا لری ،خو د ډول ډول محدوديتونو له کبله اوس چين له خارج څخه زيات شمير اړتيا وړ توليدات نشی واردولی .