<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-01 09:43:08    
د هند او پاکستان صدراعظمان به په فبروری کی خبری اتری وکړی

cri
د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان د خارجه وزارت نطاق مسعود خان د جنوری په يوديرشمه نيټه اعلان وکړ چه د هند او پاکستان صدراعظمان به د فبروری له شپږمی نيټی څخه تر اومی نيټی پوری د جنوبی اسيا د سيمه ايزی همکارۍ د اتحاد د مشرانو په غونډه کی خبری اتری وکړی چه د بنګلادش په مرګز داکا کی جوړه شی٠

مسعود خان وويل چه د دواړو هېوادونو صدراعظمان به د دواړو هېوادونو تر منځ د پيل شوی هر اړخيز ديالوګ د جريان او د ايران ، پاکستان او هند ترمنځ د نفتو د نلونو د غزولو د پلان په هکله خبری اتری وکړی او دغه خبری اتری ډير مهم اهميت لری ٠ هغه خپله هيله څرګنده کړه چه دغه ديالوګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيز ديالوګ د جريان پرمخ بيولی او د کشمر کشالی په شمول د دواړو هېوادونو تر منځ ټول موضوعات او سيمه ايز سوله ايز او امنيتی مسئلو حل و فصل کولی شی٠