<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-01 18:23:26    
د بيجبنګ په ابتدائی ښوونځی کی د ماشومانو د ډرامې لومړنې هيأت جوړ شو

cri

په بيجينګ کي د ماشومانو د ډرامی لومړنی هيأت لږه موده د مخه د بيجينګ د ختيځی ښاری سيمی د فن سی تينګ په نامه نمونوي ښوونځی کی جوړ شو چه په دي وجه دغه هيات د بيجينګ د ماشومانو د هنري ډلې په اړه د لومړی فرعي ډلې په حيث بدل شويدی ٠

په نوموړی نمونوی ښوونځی کی څه دپاسه پنځوس تنه شاګردان د ماشومانو له ډرامی سره ډيره علاقه لری ٠ د ښوونځی رئيس وويل چی د بيجينګ د ماشومانو د هنر د پوهاند په لارښوونی زمونږ په ښوونځی کی د ډرامی د ليکلو ، دايرکتر ، د سندری او نڅا کولو او د ښوونځی د ډرامی ګروپونه تاسيس شويدی او ماشومانو د درسی مضامينو په اساس ډيرې ډرامی ليکلې او نمايش ئی کړيدي ٠ د ماشومانو د ډرامی هيأت چی د شاګردانو لخوا په پخله جوړ شوي ، د تعليمی اصلاحاتو يوه برخه ده او له دې څخه څرګنديږی چی په ښوونځی کی شاګردان نه يوازي درس لولي ، بلکی بايد د ژبې په واسطه د خپلو احساساتو د څرګندولو ، همکاريو او د ښکلا پيژندنې په شمول هره اړخيزه روزنه ومني او د ماشومانو د ډرامو نمايش د پورتني تربيت د منلو ډيره ښه طريقه ګڼل کيږي ٠

د نوموړی ډلې د تاسيس نه وروسته د بيجينګ د ماشومانو د هنري هيأت هنرمندان ، ډرامه ليکوالان او دايرکتران په ټاکلی وخت کی دغه ښوونځی ته ځی څو چی د ډرامو د نمايش دپاره د ماشومانو روزنه وکړي ٠ د بيجينګ د ماشومانو هنري هيأت لخوا د ټاکل شوي پلان له مخی : دوی به په دوو او درو کالو کی د ډرامی ډلې د جوړولو دپاره د بيجينګ له هر ابتدائی ښوونځي سره مرسته وکړي څو چه ټول ماشومان د کوچنيتوب په موده کي د ډرامی روزنه ومني٠

کله چه مشهور هنرمند ليان ده جه هغه ډرامه چه د فن سی تينګ ابتدائی ښوونځی د ماشومانو لخوا د <<يوازنی اوريدونکی > >په نامه د درسي مضمون په اساس وښودله شوه ، وليده ، داسي يي وويل چی اوس په ابتدائی ښوونځی کی ډير کم ليدل کيږي چه د ماشومانو لخوا پخپله ډرامی اجرا کيږي . دده په نظر په هر لومړي ښوونځي کي داسي د ډرامې هيات جوړ شي څو چه د ماشومانو کيفيت په اړخيز ډول لوړ او بشپړ شي . هغه هيله څرګنده کړه چه اړوندې څانګې او هنرمندان د ډول ډول هنري هياتونو د جوړولو دپاره له ابتدايي ښوونځيو سره د مرستي لاسونه اوږد کړي .