ټولو ته معلومه ده چه هګۍ د انسان له پاره ډير غذايي خوراک دي او پياز هم يو ډول ډير ښه سبزي دي ، شين پياز نه يوازي د اشپازي په وخت کې د مسالې په توګه تل استعماليزي ، بلکه د انسان د روغتيا د ساتنې له پاره هم خاص رول لري ړ مثلأ شين پياز د ميکروب د وژلو رول لري ٠ د شين پياز هګۍ يو ډول ډير خوندور خوراک دي او جوړونه يي هم ډيره ساده ده ٠ لومړي دري يا څلور هګۍ په دي ډول تيار کړۍ چه په کاسه کې ماتې کړۍ او ويي لړۍ ، وروسته دوه شين پياز پاک ومينځي او ميده ميده يي کړۍ ، بيا يي له ماتي شويو هګيو سره يو ځاي شي او برابره مالګه پکي ور سره يو ځاي ولړۍ ، وروسته په ديګ کې برابر غوړي واچوي او ديګ د اور د پاسه کيږدۍ ، غوړي چه سري شي ، نوموړي هګۍ او سين پياز سره يو ځاي په ديګ کې واچوي او ورو ورو يي ولړۍ او اور يي بايو قوي نه وي څو چه د هګۍ دوه مخونه ژيړ شي او د ننه يي پخي شي او خوش بوي يي رامنځ ته شي ، بيا دغه خوراک تيار شوي دي ٠ دغه خوراک نه يوازي رنګ ښکلي او خوند هم ور دي چه د زاړه واړه او د ناروغانو له نپاره ډير مساعد او ګټور خوراک ګڼل کيږي ٠ ټولو ته معلومه ده چه د اشپازي په اړه د استعماليدو مسالې ډير زيات دي لکه شين پياز ، ادرک ، اوږه او داسي نور مسالې د خوراکونو د خوند د زياتولو له پاره ډير مهم رول لري ٠ خو له بلې خوا نوموي مسالې هم خپل خپل خاص رول هم لري ٠ مثلأ شين پياز د ځينو ساري ناروغيو د مخنيوي له پاره ډيره فايده لري ، دغه راز که د ډوډۍ خوړلو په وخت کې لږ څخ شين پياز وخوري ، نه يوازي استها به زياته شي ، بيلکه د هازمي او د کولمي د ناروغۍ د مخنيوي له پاره هم ګټه لري ٠ همدارز که خلک هره ورځ د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې يو يا دوه داني اوږه وخوري ، دا د نس د بهيدلو او په پسرلي کې د ځينو ساري ناروغيو د مخنيوي له پاره هم فايده لري ٠