<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-01 20:35:55    
د ٣٠ کالو نه راهيسی د نفوسو او کورنيو د لارښودنی د پاليسی په رڼا کی ښځی او ماشومان ډيرې ګټې ليدلی دي

cri

د٢٠٠٥کال د جنوری د ٦ نيټې په صفر بجه او دوو دقيقو د چين په مرکز کی د بيجينګ په زيږنتون کی يو نوی ماشوم هلک راپيدا شو او هغه د چين يو مليارد او دری سوه مليونيم تبع ګڼل کيږی . په چين کی د کورنيو د لارښودنی د پاليسی د تنفيذيدو له برکته په مثبته او موثره توګه د نفوسو د

فوق العاده زياتوالی مخه نيول شوی او د يو مليارد او دری سوه مليونيم تبع د زيږيدنی د ورځې رارسيدل د ٤ کالو لپاره ځنډيدلی دی . په دی توګه د ټولنی بارونه ډير کم او سپک شوی ، د طبيعی منابعو پر چاپيريال باندی د نفوسو فشارونه کم شوی او د اقتصاد او ټولنی هراړخيزه ترقی ګړندی شوی ده .

چين د نفوسو او د زيږيدنی د کنترول په برخه کی د څه د پاسه ٣٠ کلونو د هلوځلو نه وروسته ډير ستر برياليتوبونه لاس ته راوړی دی . لومړی د تکثيری روغتيا د ساتلو په غرض ټولنيز خدمت پياوړی شوی او اړوند روغتيايی سويه اوچته شوی ده .

د وروستيو کلونو نه راهيسی د چين حکومت په وړيا ډول هغو ميړو او ښځو ته چه د نسل د تکثير لياقت لری ، د زيږيدنی د مخنيوۍ د اړوندو تخنيکونو او دواګانو په شمول بيلا بيل خدمتونه برابرکړی دی او د څو کلونو د زيارونو او کوښښونو نه وروسته د هيواد په ټولو ولسواليو او علاقه داريو کی د کورنيو دﻻرښودنی د تخنيکی خدمت سرويسونه جوړشوی او په روغتونونوکی اړوندی

ځانګړی څانګی پرانيستل شوی دی . د ٢٠٠٢کال د احصايی له مخی په سلو کی اووه اتياؤ هغه ميړو او ښځو چه د نسل د تکثير لياقت لری ، د زيږيدنی د مخنيوی لپاره لازم تدبيرونه نيولی او د نوی پيداشويو ماشومانو د مړينی ميزان په زرو کی ٣٢ اعشاريه ٣ ته کم او د اميندوارو ښځو د مړکيدو ميزان په سلو زرو کی ٤٣ اعشاريه ٢ ته ټيټ شوی دی .

دوهم برياليتوب دا دی چه د اميندوارو ښځو او ماشومانو د مړينی ميزان په سلو کی څه د پاسه ٣٠ کم شوی دی . په ١٩٩٠ کال کی د هيوادوالو احتمالی منځنی عمر ٦٨ اعشاريه ٥٥ کاله ؤ او په ٢٠٠٠کال کی دغه عمر ٧١ اعشاريه ٤٠ کالو ته ورسيد . په دی کال کی د ښارونو او ښارګوټيو د نفوسو احتمالی عمر د کليوالانو په مقايسه نژدی ٦ کاله ډير شول . د اميندوارو ښځو د مړکيدو ميزان د ١٩٩١ کال په سلو زرو کی له اتيا څخه د ٢٠٠١ کال په سلو زرو کی پنځوسو ته کم شو . دغه شان د نويو پيداشويو ماشومانو د مړينی ميزان په ١٩٩١ کال کی په زرو کی ٥٠ اعشاريه ٢ او په ٢٠٠١ کال کی دغه ميزان په زرو کی ٣٠ ؤ .

د ماشومانو او کوچنيانو د ونو او بدنی وزنونو زياتوالی د پرمختللو هيوادونو سويی ته نژدی شوی دی چه دا دريم برياليتوب ګڼل کيږی . له ١٩٩٠ نه تر٢٠٠٠ کاله پوری د لسو کالو په دوره کی د چين د هغو ماشومانو په ډله کی چه عمر يی له ٥کالو نه کم دی ، د ټيټ بدنی وزن د ماشومانو تناسب کال په کال کم شوی او په دی برخه کی د کليو او ښارونو ترمنځ توپير هم د کميدو په حال کی دی . اړوندو پوهانو دی ته اشاره وکړه چه له دی نه څرګنديږی چه د چين د ښارونو اوکليو د اقتصاد په چټک انکشاف سره د ماشومانو غذايی حالت نورهم ښه او بهتر شوی دی .

څلورم برياليتوب دا دی چه د لويديځ چين ١٥٠ مليونو ښځو د اميندوارو ښځو د مړينی د ميزان د کمولو او د نويو پيداشويو ماشومانو د تيتانوس د ناروغۍ د له منځه وړلو په هکله له هغه فعاليت څخه ګټې اخيستی دي کوم چه د چين د روغتيا د وزارت ، د دولتی شورا په اړه د ښځو او کوچنيانو د کاری کميټی او دماليی د وزارت لخوا په ګډه په ٢٠٠٠کال کی رامنځ ته شو . تر اوسه پوری د شينجيانګ د ابادوونکی ډلی په شمول د ١٧ ولايتونو، خودمختارو سيمو او د دولتی شورا تر مستقيمی اداری لاندی د ښارونو په ٤٤٠ ولسواليو کی نوموړی فعاليت جريان لری . دولت د نوموړی فعاليت لپاره ٢٣٠ مليونه ژن مين بی يوانه مصرف کړی او په نتيجه کی د لويديځ چين د ٣٧٨ غريبو او بی وزلو ولسواليو د اميندوارو ښځو د مړکيدو ميزان په منځنی توګه په سلو کی ٢٨ اعشاريه ٧٩ کم شوی او هغه شمير چه نوی پيداشوی ماشومان د تيتانوس په ناروغۍ اخته دی ، هم په سلو کی ٥٥ کم شوی دی .